د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د سوريې په حلب کې جګړې او بمبارۍ شوي


جنګي الوتکې د سوريې د حلب ښار په شمال کې پر هغو سيمو بمباري کوي چې د ياغيانو تر ولکې لاندې دي.

بلخوا د سوريې پوځ د خپلو پراخو عملياتو په لړ کې د شارع عبدالرحمن په نوم سيمه باندې توپونه اوروي.

د سوريې د حکومت مخالفان او د بشري حقونو يوه څارونکې ډله وايي، دغه شوې هوايي حملې تر ډېره د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو ته پر ورغزېدلو اکمالاتي لارو متمرکزې وې.

په همدې حال کې په سليمان الحَلَبي کې هم چې د حلب د شمال له زړو ښارګوټو ګڼل کېږي او د جګړې لومړۍ کرښه ده- جګړې شديدې شوې دي.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ادارې چې مرکزي دفتر يې په بريتانيا کې دى او د سوريې روانه جګړه څاري راپور ورکړى چې په سليمان الحلبي سيمه کې د سوريې د دولتي ځواکونو له خوا درنه بمباري او جګړه شوې ده.

په سليمان الحلبي سيمه کې د سوريې ځواکونو له خوا درنه بمباري او جګړه شوې
په سليمان الحلبي سيمه کې د سوريې ځواکونو له خوا درنه بمباري او جګړه شوې

په دې ښارګوټي کې ژغورندويه کارکوونکو د جمعې په ورځ ويلي وو چې د ياغيانو تر ولکې لاندې د استوګنې په سيمو کې په حملو کې چې اور شيندونکي او فاسفورس مواد لرونکي بمونه په کې کارول شوي- لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي دي.

د دوى په وينا په دغو حملو کې زيات مالي زيان هم اوښتى او اورونه بل شوي دي.

د سوریې پوځ او متحدینو یې د روسیې په ملاتړ په حلب کې لس ورځې وړاندې پوځي عملیات پیل کړل.

دوی وايي، د دې عملیاتو هدف یې د حلب د ښار د ختیځو ناحیو نیول دي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي او تر دوه سوه پنځوس زرو زیات کسان په کې راګير پاتې دي.

ګڼ کسان د جګړې سیمو کې کلابند پاتې دي
ګڼ کسان د جګړې سیمو کې کلابند پاتې دي

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وايي، له سپينې ماڼۍ سره د يوې موافقې په ترلاسه کولو کې د ناکامۍ له کبله مايوسه شوى دى.

د دې موافقې هدف د سوريې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ډيپلوماتيک ملاتړ جلبول دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړ، داسې ٤٠ دقيقه يي صوتي پيغام يې ترلاسه کړي چې په کې جان کري د سوريې د رژيم د مخالفانو له يوې ډلې سره بحث کوي.

په دغو شلو ګډونوالو کې د هغو څلورو ډلو استازي هم شامل دي چې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې د روغتيا، ژغورنې او نورو برخو کې خدمات وړاندې کوي.

دغه په دې ډله کې د څلورو هېوادونو ډيپلوماتان هم شامل دي.

بلخوا روسیې د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې هغه ادعاوې رد کړې چې وايي په سوريه کې د دوی په هوايي بریدونو کې تېر کال لس زره کسان وژل شوي دي.

د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف د جمعې په ورځ وویل، موږ د هغه څه په اړه چې په سوریه کې روان دي، د یو داسې سازمان چې مرکز یې په بریتانیا کې دی، معلومات کره نه ګڼو.

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې اټکل کړی چې په سوریه کې په تېر یو کال کې د روسیې په هوايي بریدونو کې ۹۳۶۴ کسان وژل شوي، په دې ډله کې ۳۸۰۴ ملکي وګړي او ۹۰۶ تنه ماشومان دي.

دا سازمان وايي، د روسیې په بریدونو کې همدارنګه د داعش ۲۷۴۶ وسله وال او د نورو یاغي ډلو ۲۸۱۴ کسان هم وژل شوي دي.

تېر کال د سیپټمبر په دېرشمه نېټه روسیې د سوریې د ځواکونو د ملاتړ لپاره په دې هېواد کې هوايي بریدونه پیل کړل.

XS
SM
MD
LG