د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

روسیې د سوریې په اړه د امریکا غوښتنه رد کړه


روسیې د امریکا هغه غوښتنه رد کړې چې وايي، د سوریې حکومت او روسیه دې د سوریې په حلب ښار کې پوځي عملیات بند کړي.

روسیې د سوریې په اړه د امریکا وروستی بیان رد کړی او ژمنه یې کړې چې هوايي ځواک به یې د سوریې د دولتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند جان کربي پرون وویل، که روسیه سمدستي د حلب په شمال کې پوځي عملیات بند نه‎کړي، نو واشنګټن به له مسکو سره په سوریه کې همکاري بنده کړي.

د کریملین ویاند ډیمیتري پیسکوف نن د کربي خبرې بې معنی وبللې او ویې ویل په سوریه کې د ترورېزم پرضد جګړه دوام وکړي.

د کریملین ویاند ډیمیتري پیسکوف
د کریملین ویاند ډیمیتري پیسکوف

ښاغلي پیسکوف زیاته کړه:

"موږ قطعاً نه غواړو له داسې یوه وضعیت سره مخامخ شو چې د واشنګټن د چارواکو په څېرپه خپلو ژمنو کې پاتې راتلل زموږ پر هېواد په لفظي حملو او د ټولو خونړیو ستونزو په خاطر پر روسیې د تورونو په لګولو سره پټ کړو. دا کار سم نه دی او له حقیقت سره سمون نه‎لري او تر ټولو مهمه دا چې د ترورېزم پرضد د ګډې مبارزې له پرمختګ سره مرسته نه کوي."

پیسکوف وویل، مسکو لاهم د سوریې د بحران د حل لپاره له امریکا سره همکارۍ ته لیوال دی.

په همدې حال کې فرانسې ویلي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له غړو سره د سوریې په اړه پر یوه نوي پریکړه‎لیک کار کوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ایرول نن سهار د پاریس یوه راډیويي چینل ته په دې اړه وویل:

"فرانسه پر هغه پریکړه‎لیک کار کوي چې اوس مهال یې په اړه خبرې روانې دي. زه نن ماسپښین مهال لندن ته ته ځم څو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم قانع کړم خو موږ همدا راز له متحدو ایالاتو سره په تماس کې یو څو دا پریکړه‎لیک په امنیت شورا کې تصویب کړو او هیله من یو چې روسیه او چین به یې هم تائید کړي."

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف نن سهار په حلب ښار کې د مسکو او دمشق د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویندوې وینا احساساتي غبرګون وباله او ویې ویل چې روسیه د نوموړي څرګندونې د تروریزم له ملاتړ سره انډول ګڼي.

ریابکوف وویل، د ۷ ورځني اوربند لپاره د امریکا پلان د روسیې لپاره د منلو وړ نه دی ځکه د هغه په وینا دا کار به افراطي ډلو د خپلو لیکو د بیا سمبالولو موقع ورکړي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل چې روسیه هم په سوریه کې د جګړو په بندیدو کې ګټې لري ځکه افراطي ډلې ښايي په سیمه کې له رامینځ ته شوې تشې څخه د روسيې پر اهدافو او حتی د روسیې پر ښارونو د حملو د پلانولو لپاره کار واخلي.

XS
SM
MD
LG