د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۳

هند په ۳ سیندونو د برېښنا بندونه جوړوي چې پاکستان ته بهېږي

هند پلان لري چې پر هغو درېیو سیندونو د برېښنا بندونه جوړ کړي چې د پاکستان لور ته بهېږي.

د هند صدراعظم وايي، هېواد به‌يې د پاکستان د منزوي کېدو لپاره په نړیواله سطحه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ د لوړ رتبه چارواکو یوې غونډې ته وویل، نوې ډېلي به په دې لړ کې د اوبو له خپلو زېرمو ګټه واخلي.

هندي چارواکي وايي، دا هېواد پلان لري چې پر درېیو سیندونو چناب، جهلم او سند د برېښنا یو شمېر بندونه جوړ کړي.

هند پر دغو سیندونو چې پاکستان ته بهېږي وروسته له هغې د بندونو د جوړولو موضوع مطرح کړه چې د دې هېواد صدراعظم نرېندرا مودي ګواښ وکړ چې هېواد به‌يې د هغې حملې غچ واخلي چې وسله‎والو په کشمیر کې د هندي ځواکونو پر یوې اډې وکړه.

هند پلان لري چې پر درېیو سیندونو چناب، جهلم او سند د برېښنا یو شمېر بندونه جوړ کړي.
هند پلان لري چې پر درېیو سیندونو چناب، جهلم او سند د برېښنا یو شمېر بندونه جوړ کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ د یو شمېر سیندونو د اوبو د وېش په اړه له ۱۹۴۷ میلادي کال راهیسې شخړه دوام لري.

هند وايي، پاکستان د هغو وسله‎والو ملاتړ کوي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي ځواکونو بریدونه کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان باید دا خوب ونه‌ویني چې د ترورېزم له لارې به د هند پر خاوره ځای پیدا کړي.

نوموړې د نوې ډېلي دا دریځ بیا په ډاګه کړ چې وايي کشمیر د هند د خاورې نه‌بېلدونکې برخه ده.

خو پاکستان دا تور ردوي چې ګواکې دا هېواد په کشمیر کې د هند ضد وسله‎والو ملاتړی دی.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کشمیر کې د وروستي برید په اړه هند داسې شواهد نه‌دي وړاندې کړي چې د نوې ډېلي دا ادعا رېښتیا ثابته کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د هند له‎خوا په درېیو سیندونو د بندونو د جوړولو د پلان په اړه څه نه‎دي ویلي.

هند او پاکستان په ۱۹۶۰میلادي کال کې د سند دریاب د اوبو تړون لاسلیک کړی دی.

هند دا مهال په کشمیر کې له درېیو سیندونو څخه شاوخوا درې زره مېګا واټه برېښنا تولیدوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG