د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

زکريا: د ټولو ترهګرو پر ضد له امتياز پرته عمليات کوو


د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند يو ځل بيا ټينګار کړى چې هېواد يې پر خپله خاوره د ټولو ترهګرو پر ضد له امتياز پرته عمليات کوي.

د دغه وزارت وياند نفيس زکريا همداراز وايي چې هېواد يې د سوله ييز او امن هېواد ترڅنګ امن او سوله ييز ګاونډ ته هم لېواله دى.

نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په خپلې اوونيزې خبري غونډه کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال، تر هغې وروسته کړي چې په روانه اوونۍ کې د امریکا د کانګریس ځينو غړیو له کانګرسه وغوښتل چې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي هېواد په لېسټ کې شامل کړي.

نوموړى په دې اړه وايي:

"په قبايلي سيمو کې مو د ضرب عضب کاميابو پوځي عملياتو په ترڅ کې له کوم امتياز پرته د ټولو ترهګرو ډلو پرضد عمليات کړي او دا سيمې مو له ترهګرو پاکې کړي دي."

ښاغلي زکريا دا څرګندونې د افغانستان د ولسمشر د دويم مرستيال سرورس دانش تر هغه څرګندونو يو ورځ وروسته کړي چې وايي، د ملکیانو پر ضد د ترهګريزو ډلو بې ‌رحمه بریدونه په پاکستان کې پلان او تنظیمېږي، نو نړیواله ټولنه باید د دې ستونزې غم وخوري.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وينا پر مهال له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په جګړه کې د دې هېواد له خاورې بهر د ترهګرو خوندي پټنځايونو او مرکزونو له منځه وړلو ته پاملرنه وکړي.

که څه هم په دې وروستيو کې امريکا او افغانستان پر پاکستان تور لګوي چې خاوره يې د ترهګريزو بريدونو لپاره کارول کېږي، خو پاکستان دا تورونه ردوي او ټينګار کوي چې خپله خاوره به د ګاونډيو هېوادونو پرضد کارېدو ته پرېنږدي.

افغان حکومت په داسې وخت کې پر پاکستان تور لګوي چې پاکستاني ځواکونو افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د مېشتو ترهګرو پرضد پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.

پوځي مقامات وايي چې په دغه عملياتو کې يې تر دې دمه تر ٣۵٠٠ زيات کورني او بهرني وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه او پتڼحايونه يې له منځه وړي دي.

له بلې خوا بيا د پاکستان ګاونډى او رقيب هېواد هند هم تور لګوي چې څو ورځې مخکې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پر هندي پوځيانو د هغه بريد لپاره د پاکستان خاوره کارول شوې وه چې لږ تر لږه ١٨ هندي پوځيان پکې وژل شوي و.

خو د پاکستان حکومت بيا دغه تورونه په کلکه ردوي او پر هند تور لګوي چې په هندي کشمير کې پر کشميريانو زياتى او له بشري حقونو سرغړونه کوي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد او کابل او ډیلي او اسلام ابادترمنځ تعلقات پر يو بل د تورونو لګولو له امله کړکېچن شوي دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG