د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د افغان کډوالو د ستونزو غږ تر مشرانو جرګې ورسېد


له پاکستان او ایران څخه د راستانه شویو افغان کډوالو د ستونزو غږ تر مشرانو جرګې ورسېد او دې جرګې هم د دوی ستونزې د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریکې کړې.

مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ورغوښتی و او له دواړو ګاونډیو هېوادونو څخه‌یې د راستانه شویو کډوالو ستونزې ورته بیان کړې.

د مشرانو جرګې غړي نثار حارس وویل، له پاکستان او ایرانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تېزه شوې خو کله چې دغه کډوال هېواد ته ستنېږي، له راستنېدو سره سم د بې‌کورۍ او بې‌کارۍ له ستونزې سره مخ کېږي.

د مشرانو جرګې غړی نثار حارس
د مشرانو جرګې غړی نثار حارس

ښاغلي حارس وویل:

"اندیښنې چې په دې اړه موجودې وې دا دي چې هغه کډوال چې له پاکستانه ننګرهار ولایت ته راستانه شوي وو، پر سړک پراته او د لېږدولو لپاره یې اسانتیاوې نه وې برابرې."

همدارنګه د جرګې بل غړي باز محمد زرمت وویل، که حکومت د راستانه شویو کډوالو ستونزو ته تدابیر ونه‌نیسي، د بې‌کورۍ او بې‌کارۍ ستونزې به‌یې له ګڼو کړاوونو سره مخ کړي.

ښاغلي زرمت زیاته کړه:

"دوی د پاکستان د پولیسو د جبر او ظلم له مخې ډېر کړېدلي، تاسې باید د خپلو دفترونو دروازې ورته خلاصې پرېږدئ ځکه چې کډوال له یوې خوا مأیوسه راستانه شوي او له بلې یې تاسې پرمخ دروازې وتړئ او وخت ورنه‌کړئ، له بلې مایوسۍ سره مخ کېږي."

د مشرانو جرګې غړو وویل، اکثره راستانه شوي کډوال کورونه نه‌لري او تر هرڅه لومړی، له حکومته غواړي چې د کورونو لپاره ورته یوه یوه نمره ځمکه ورکړي.

د مشرانو جرګې غړو وویل، اکثره راستانه شوي کډوال کورونه نه‌لري
د مشرانو جرګې غړو وویل، اکثره راستانه شوي کډوال کورونه نه‌لري

سره له دې چې افغان حکومت ژمنه کړې چې هرې راستنې شوې کورنۍ ته به د کور لپاره یوه نمره ځمکه ورکړي خو ځینو پخوانیو راستنو شویو کډوالو ازادي رادیو ته ویلي چې له څلورو کلونو راهیسې د یوې نومرې ځمکې پسې فورمه په لاس، سرګردانه ګرځي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، د جمهور رئیس له حکم سره سم د راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو د جوړولو په مقصد ځمکې په نښه شوي او د ښاري پلان د پلي کولو په خاطر د کورونو او ښار جوړونې وزارت ته سپارل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"موږ د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ځمکې لرو چې پر کډوالو یې د کورونو لپاره ووېشو. زیربنايي چارې یې ورته موږ جوړوو او کورونه به په‎ خپله جوړ کړي. د شلټرونو لپاره‌یې بهرنیو هېوادونو د مرستو ژمنې کړي دي. دا مرستې کمې دي خو موږ هڅه کوو چې نورې مرستې هم جلب کړو."

څو ورځې مخکې د کورونو او ښار جوړونې وزارت چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې د دې ښارګوټو د پلان او ډېزاین په جوړولو یې کار پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال هره ورځ له پاکستانه څه باندې پنځه زره افغان کډوال هېواد ته ستنېږي.

دا وزارت دا هم وايي، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا پنځه میلیونو ته رسېږي چې نیمايي یې په هغو هېوادونو کې د کډوالۍ قانوني اسناد نه‌لري او دواړو ګاونډیو پرېکړه کړې چې له راجستره پاتې کډوال به راجسټر نه‌کړي او له هېواد به‌يې وباسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG