د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

پښتونخوا ګوند: د ترهګرۍ مخنیوي لپاره تګلاره دې پارلمان جوړه کړي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له‌خوا پرون کوټه کې په يوې سترې ولسي غونډه کې ويل شوي چې په پاکستان کې په تېرو پينځلسو کلونو کې تر سل زرو زيات پښتانه په ترهګرۍ کې وژل شوي دي.

دغه ګوند وايي د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په کار ده چې د دې هېواد کورنۍ او بهرنۍ سياسي تګلاره د پوځ او استخباراتي ادارو پر ځاى منتخب پارلمان جوړه کړي.

د پښتونخوا ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي چې که پاکستان وغواړي، نو په افغانستان کې به له وسله‎والو سره په درې مياشتو کې روغه جوړه وشي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له‌خوا دغه ولسي غونډه په کوټه کې د تېرې اګسټ مياشتې د اتمې نېټې د خونړي ځانوژونکي بريد چې د وکيلانو په شمول تر اويا زيات کسان په‎کې ووژل شول، د څلوېښتمې په مناسبت وشوه، په دې ولسي غونډه کې چې پرون مازيګر د ښار په لوى صادق شهيد لوبغالي کې وشوه شاوخوا لس زره کسانو ګډون کړى وو.

د دې ګوند يوه مشر او ايالتي وزير نواب ايازخان جوګېزي د پښتنو پر مذهبي او ملتپالو ګوندونو غږ وکړ چې تر څو د ترهګرۍ په ضد سره يو نه‌شي او يو څرګند دريځ ونه‌لري، په پاکستان کې به پښتانه همداسې په ترهګرۍ کې وژل کېږي.

ښاغلي جوګېزي زیاته کړه:

"پښتانه افغان ته‌يې چل جوړ کړى دى، دا د زړه په غوږو واورئ چې نه مو پرېږدي او تر دې درنې پېښې درته راروانې دي. د پښتنو ټولې سياسي رهبرۍ ته وايو چې وخت راغلى دى چې پښتون به په يووالي ځان خلاصوي، شاوخوا يې تا [پښتانه] ته اور بل کړى دى، ته‌يې په نړۍ کې د ترهګرۍ په توګه معرفي کړى يې."

د پاکستان د سنا يا مشرانو جرګې غړي سناتور عثمان خان کاکړ وويل، پاکستان کې پوځي نظامونو او د دې هېواد استخباراتي ادارو ترهګرۍ ته وده ورکړې ده، ده وويل تر څو چې په دې هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ سياسي تګلارې منتخب حکومتونه او پارلمان جوړ نه‌کړي او په افغانستان کې لاسوهنه بنده نه‌شي ترهګري پاى ته نه‌شي رسېداى.

ده زیاته کړه:

"د دې ترهګرۍ سبب قومي نابرابري او په سياست کې د پوځ او استخباراتي ادارو پرله‌پسې لاسوهنه ده، نتيجه دا شوه چې په دې هېواد کې شپېته زره کسان د ترهګرۍ ښکار شول، په میلياردونو ډالر مالي تاوانونه وشول، د سوات پنځويشت لکه خلک بې‌کوره شول او د وزيرستان پنځلس لکه خلک بې‌کوره شول."

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي په‎ خپله وينا کې وويل چې د کوټې په ملکي روغتون کې پر مدافع وکيلانو ځانوژونکى بريد يوه پېښه نه‌وه، بلکې وايي، دا د ترهګرۍ د هغې لړۍ يوه کړۍ ده، چې له تېرو پينځلسو کلونو په پښتونخوا وطن کې روانه ده.

محمودخان اڅکزي وويل، د پاکستان په پښتني سيمو کې په تېرو پينځلسو کلونو کې تر سل زره زيات پښتانه د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي، خو وايي نور به د خپلو خلکو د وژنو اجازه چاته ورنه‌کړي.

محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

ښاغلي اڅکزي سيمه کې د بشپړ امنيت لپاره افغانستان کې د روغې جوړې وړانديز وکړ او زیاتوي:

"که د پاکستان واکمن غواړي چې واقعي له افغانستان سره امن جوړ کړي، فضل‌الرحمن يو، اسفنديار خان دوه، سراج‌الحق درې، څلورم چې هر څوک په‎کې شاملوي، زه‌يې د دوى چپړاسي، که دا روغه موږ په درو مياشتو کې ونه‌کړه زه به پاکستان پرېږدم پر هره خوا چې تلم. د افغانستان د مسئلې يوه لار د جنګ ده يوه د روغې جوړې ده، که څوک د جنګ لار اخلي په دې شپېته کاله چې پاکستان او افغانستان څه خواري کښلې ده دا به ګرده ايره کېږي او په لکونو انسانان به مري، دا بيا نه‌ده معلومه چې پاکستان او افغانستان ګرسره د ملکونو په توګه پاتې کېږي که نه‌پاتې کېږي."

د دې ولسي غونډې په پاى کې د قرارداد په توګه د ګوند مشر محمودخان اڅکزي د خپل ګوند د غړو په شمول له ټولو ګډون‎والو شپږ لوړې واخيستې چې ټولو خلکو ورسره بدرګه کړې او د عملي کولو ډاډ يې ورکړ.

ده له خلکو د خپلې خاورې د ساتنې، د ملت‎پالنې او په پاکستان کې له نورو قومونو سره د برابرۍ پر اساس د اوسېدو او د جمهوريت ملاتړ، د پاکستان په درې ايالتونو کې د وېشل شوې پښتني خاورې د يووالي، د قومونو د مورنيو ژبو د رسمي کېدو او د ترهګرۍ د غندنې او په افغانستان کې د لاسوهنې د مخنيوي لوړه واخیسته.

محمودخان اڅکزي د ولسي غونډې په پاى کې په پاکستان کې د جمهوريت او د خپلواک افغانستان ملاتړ، د ترهګرۍ او د ترهګرۍ د پالونکو پر ضد شعارونه هم ورکړل، چې د ټولو ګډونوالو له‌خوا بدرګه شول.

په دې ولسي غونډه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو وروستۍ ځورونه په کلکه وغندل شوه او له مرکزي حکومته وغوښتل شول چې افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته ونه‌شړي او هغه چې راجسټر نه‌دي بايد راجسټر شي او دلته ورته د کار کولو جوازپاڼې ورکړل شي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG