د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

بلخي: د افغانستان ۲۹ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوټي جوړېږي


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي چې د کډوالو او د کورنیو بې‌ځایه شویو د سرپناه د پیدا کولو لپاره‌یې هڅې تېزې کړې دي.

یاد وزارت وايي، حکومت پلان لري چې په ۲۹ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوتي جوړ کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، هره ورځ د شپږ زرو په شاوخوا کې افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنېږي او حکومت هڅه کوي چې له دوی سره لازمې مرستې وکړي.

سید حسین عالمي بلخي د دوشنبې په ورځ د "بارک اب" د کډوالو ښارګوټي د کار د پرانیستو په مراسمو کې وویل، راستنېدونکي کډوال او کورني بې‌ځایه شوي، تر یو ځانګړي او دقیق مېکانیزم لاندې د کډوالو په ښارګوټو کې ځای پر ځای کېږي.

بلخي:حکومت پلان لري چې په ۲۹ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوتي جوړ کړي.
بلخي:حکومت پلان لري چې په ۲۹ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوتي جوړ کړي.

هغه زیاته کړه:

"د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوټي په پام کې نیول شوي، څوک چې راستانه شوي د یوې نمرې مستحق دي چې ورکول کېږي، یو شمېر کسان خپله ځمکه لري، ځینې یې تمایل نه‌لري، هغوی له لېست څخه ایستل کېږي."

افغانستان ۷،۲ میلیونه کډوال درلودل چې له هغې ډلې څخه نېږدې پنځه میلیونه‌یې په ایران او پاکستان کې اوسېدل او پاتې نورو یې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کاوه چې د کډوالو په راستنېدو سره یادو ارقامو کې د پام وړ بدلون راغلی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې د اګست تر ۲۷مې پورې ۴ سوه زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي او په خپلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د دې ادارې په وینا له ایران نه هغه افغان کډوال راستنېږي چې د اوسېدنې قانوني اسناد نه‌لري، خو له پاکستان هغه کډوال راستنېږي چې راجستر شوي او هر راستنېدونکي راجستر شوي کډوال سره ۴ سوه امریکايي ډالره مرسته کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي امکان لري چې روان هجري لمریز کال په افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر یو میلیون تنو ته ورسېږي.

تر دې وړاندې کورنیو بې‌ځایه شویو او راستانه شویو کډوالو ازادي راډیو ته ویلي و چې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له حکومته‌یې غوښتي و چې په لومړي قدم کې ورته د سرپناه زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پایتخت زون د پراختیا خپلواکې ادارې د دوشنبې په ورځ په "باریک اب" سیمه کې د افغان ولسمشر په حضور کې د کډوالو د استوګنې د ښارګوټي د جوړېدو کار پیل کړ.

د دغې ادارې رئیس الهام عمر هوتکي وايي:

"زموږ اداره پر دې باندې وتوانېده چې له دوو میاشتو په کمه موده کې کومه ژمنه چې ولسمشر د کډوالو له استازو سره کړې وه لس زره کسانو ته به نمرې ورکول کېږي، هغوی ته موږ بشپړ چمتووالی نیولی له نن وروسته به موږ عملي کار پیلوو او د ۱۳ زرو نمرو لپاره موږ امده‌ګي لرو."

خو مدني فعال فرید احمد امیري داسې حرکتونو ته د شک په سترګه ګوري او زیاتوي، لس کاله وړاندې د کډوالو لپاره ځمکې وېشل شوي، خو تر اوسه هم کډوال نه‌دي توانېدلي چې د ځمکې ملکیت ترلاسه کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG