د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

راتلونکي کې به د راستنېدونکو کډوالو شمېر ورځ کې ۷ زره ته لوړ شي


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل زیات شوي او احتمال لري چې په راتلونکې کې به هره ورځ له پاکستان څخه ۷۰۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شي.

یاد وزارت وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې له پاکستان څخه، څه باندې ۲۳۵۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ توده شوې ده.

ده دا اندېښنه هم وښوده چې د کډوالو پر وړاندې د حکومت امکانات لږ دي.

هغه زیاته کړه:

"د راستنېدونکو شمېره په بې سارې توګه لوړه شوې، له پاکستان څخه هره ورځ شاوخوا ۵۰۰۰ افغانان هېواد ته ستنېږي او د دې احتمال شته چې دا شمېره په ورځ کې ۷۰۰۰ ته لوړه شي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر له هر راجستر شوي افغان سره چې هېواد ته ستنېږي د ۴۰۰ ډالرو مرسته کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ۲۳۵۰۰۰ راستنېدونکو له ډلې څخه ۱۴۵۰۰۰ هغه افغانان دي چې د کډوالۍ اسناد نه لري.

پخوا تردې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ستیفن اوبرایین له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په دومره لوړې شمېرې اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې هیله کړې چې په دې برخه کې دې ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

افغان حکومت او کارپوهان وايي، پاکستان په دې وروستیو کې د افغان حکومت پر وړاندې، افغان کډوالو تر فشار لاندې نیولي او په تېره کله چې د تورخم په سیمه کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستاني پوځیانو لخوا د دروازې د جوړولو پر مهال، د دواړو لورو د سرحدي پوځیانو ترمینځ نښته وشوه.

په ورته وخت کې ځیني افغان کډوال چې تازه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، د ځانونو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلنده څخه شکایت کوي.

همدارنګه دوی داهم وايي چې اوس چې هېواد ته راستانه شوي د خپل حکومت د بېړنیو مرستو په تمه دي.

رحمن الدین، سیف الرحمن، محمد علي او عبدالکریم ازادي راډیو ته وویل:

" ۱ـ کله چې زموږ حکومت او د پاکستان ترمنځ په تورخم کې جنجال پېښ شو، په کډوالو یې بده ورځ راواخیسته.

۲ـ وعدې خو حکومت ډېرې کړي، خو حتي کله چې راواوښتو اوبه یې هم رانه کړې.

۳- کله چې زموږ په موجودیت کې د پاکستان ګټه وه، ښه و، خو کله چې ګټې یې له لاسه ورکړې موږ ته یې د وتلو اعلان وکړ.

۴- له خپل حکومت څخه مو غوښتنه داده چې بې کوره خلکو ته نمرې ورکړي، داسې خلک شته چې د کرایې پيسې نه لري."

دوی له هرڅه لومړی غواړي چې حکومت د کور لپاره یوه یوه نمره ځمکه ورکړي او د ماشومانو لپاره یې د زده کړو او روغتیايي خدماتو زمینې برابرې کړي.

بلخوا افغان چارواکي د کډوالو پر وړاندې پرتې ستونزې مني خو وايي چې د دې ستونزو هوارولو ته یې یوه کمېټه جوړه شوې او په کاریې پیل کړی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG