د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

جليلي: مجبور يو چې افغان کډوال خپل هېواد کې ځاى پرځاى کړو


په دې وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې په نوښت له پاکستانه خپل هېواد ته پخپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ تېزولو او د هغوى د هڅونې لپاره د "خپل وطن، ګل وطن" په نامه کمپاين پيل شوى چې تر دې دمه د دغه کمپاين له لارې زرګونه کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

_ دا چې په پېښور د "خپل وطن، ګل وطن" کمپاين شروع کولو هدف او ضرورت څه و؟

_ تر اوسه د دغه کمپاين له لارې څومره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي؟

_ په پاکستان کې د راجستر شويو او غېر راجستر کډوالو دقيق شمېر څومره ده؟

_ آيا په پاکستان کې مېشت ټول افغان کډوال به ددې هېواد د مرکزي حکومت له خوا د ورکړل شوي ضرب الاجل پورې له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شي؟

_ آيا افغان حکومت او د ګډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي اداره UNHCR له غېر راجستر کډوالو سره مرستې کوي که نه؟ که کوي يې نو څومره اندازه؟

زموږ همکار ذبيح مومند دا او ځيني نورې پوښتنې په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې له رئيس عبدالحميد جليلي سره د يوې مرکې په ترڅ مطرح کړي، خو په لومړي سر کې يې ترې پوښتلي، چې د خپل وطن ګل وطن کمپاين شروع کولو ضرورت څه و؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:04 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG