د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

ای.او.ایم: پاکستان کې ناراجستر افغان کډوال مرستو ته اړتیا لري


د کډوالو نړیواله اداره یا "ای. او. ایم " د هغو افغان کډوالو لپاره له مرسته کونکو هېوادونو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنېږي.

د کډوالو نړیواله اداره اټکل کوي چې د روان ۲۰۱۶ میلادي کال تر پای پورې به تر څلورسوو زرو زیات هغه افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

یاد سازمان وايي، له دې کډوالو سره یې د بېړنیو مرستو او د ژمې د ساړه موسم په درشل کې د یو بشري ناورین د مخنیوي لپاره له مرسته کونکو هېوادونو یو ویشت میلیونه ډالره غوښتي.

ددې سازمان یوه ویاند نیک بیشاپ ازادي راډیو ته وویل دا یو بېړنی وضعیت دی او موږ اټکل کوو چې څلور سوه زره داسې کډوال به ددې کار تر پایه له پاکستان څخه راستانه شي چې اسناد نه لري او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له مرستو نه برخمن کېږي.

د ښاغلي بیشاپ په وینا د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د دوه سوه زره نورو هغو افغان کډوالو د ستنېدو اټکل کوي چې اسناد لري او هغوی وروسره مرسته کوي.

د کډوالو د نړیوال سازمان دې ویاند زیاته کړه چې د ژمې په درشل کې که مرستندویه هېوادونه له سخاوت څخه کار وانخلي، په افغانستان کې د کډوالو ستونزه په یو جدي بشري ناورین بدلیدلی شي.

هغه وویل، د دوی له خوا د بېړنۍ مرستې غوښتنه د هغو بې اسنادو کډوالو لپاره ده چې له پاکستان څخه راستېږي او یو شمېر یې د جلال اباد ښار په شا او خوا سیمو کې اړوي.

هغه زیاته کړه:

"زموږ د بېړنیو مرستو غوښتنه د هغو ناثبت شویو کډوالو لپاره ده چې له پاکستان څخه راستنېږ، ډېر له دوی څخه د جلال د ښار په شا او خوا سیمو کې ځای پر ځای کېږي، موږ غواړو چې د ژمې تر راتلو مخکې دوی ته د بېړنیو مرستو بستې ورسولی شو، څو ډاډه شو چې دوی کافي خواړه لري، د یخنۍ څخه د خوندیتوب لپاره کمپلې او خیمې ولري، موږ هیله لرو چې دوی به د بشري مرستو له بېلابېلو ادارو او افغان حکومت څخه هغه مرستې تر لاسه کړي چې اړتیا ورته لري."

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، دوی همدارنګه غواړي یو شمېر بې اسنادو افغان کډوال چې هېواد ته ستنېږي او غواړي خپلو سیمو ته ولاړ شي، هغو سره د ترانسپورت به برخه کې مرسته وکړي او همدارنګه ورته د هغو بېړنیو مرستو بستې برابر کړي چې په کې کالي، کمپلې، د پخلي وسایل او نور ضروري مواد شامل دي.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی، د افغانستان د کډوالو وزارت وايي، د اختر تر تېرېدو وروسته چې هېواد ته د ستنېدونکو کډوالو بهیر بیا چټکېږي.

دوی غواړي د نړیوالو مرستندویه ټولنو سره په ګډه د بې اسنادو کډوالو سره د مرستو لپاره یو پلان عملي کړي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالم بلخي ازادي راډیو ته وویل هغه کډوال چې په پاکستان کې د استوګنې کارتونه لري، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ورسره مرسته کوي، خو د ښاغلي بلخي په وینا یو بله ډله داسې کډوال دي چې پاکستان کې د استوګنې اسناد نه لري او ملګري ملتونه ورسره مرسته نه کوي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

بلخي: هغه کسان چې اسناد نه لري، د دوی لپاره موږ یو پلان جوړ کړی.
بلخي: هغه کسان چې اسناد نه لري، د دوی لپاره موږ یو پلان جوړ کړی.

"هغه کسان چې اسناد نه لري، د دوی لپاره موږ یو پلان جوړ کړی د افغانستان د دولت او نړیوالو موسیسو د عمل د پلان په نوم، له اختر وروسته ددې پلان عملي کول پیلوو، ددې پلان له مخې به له دې کډوالو سره د خوړو، ترانسپورت او وسایلو به برخه کې مرستې کېږي."

د ښاغلي بلخې په وینا دویمه مسله چې د افغانستان حکومت پرې کار کوي هغه په ۲۷ ولایتونو کې د کډوالو لپاره د مځکو او د استوګنې د نمرو د وېش پلان دی چې ټولو راستنېدونکو کډوالو ته د اړتیا پر بنست د یو پلان له مخې ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د کډوالو د نړیوال سازمان له خوا د بې اسنادو افغان کډوالو لپاره د یو ویشت میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه د ملګرو ملتونو د هغې غوښتنې په چوکاټ کې ده چې په مجموعي توګه یې، د افغان کډوالو د سنبالښت لپاره یو نیم سل میلیونه ډالر بېړنۍ مرسته غوښتې.

XS
SM
MD
LG