د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

پښتونخوا: د افغان کډوالو ستنېدو د اختر خوند پيکه کړى


د خيبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور او د صوبې په نورو سيمو کې دېره افغان کډوال وايي چې په دې وروستيو کې د افغان کډوالو خپل هېواد ته ستنېدو له امله د اخترونو خوند پيکه شوى او پخوانۍ مزه او رنګينۍ پکې نه دي پاتې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې نن دوشنبې د لوی اختر لومړۍ ورځ لمانځل کېږي، خو په پاکستان کې د تېر په شان سبا يعنې سې شنبه د لوى اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.

د خيبر پښتونخوا هريپور کې دا مهال د افغان کډوالو شاوخوا ٢٠ کيمپونه دي چې زرګونه کډوال پکې مېشت دي.

دغو کډوالو نن له کابل سره يوځاى اختر کړى او ابراهيمي سنت يعنې قرباني يې کړې ده.

محمداغا چې د هريپور په ١٦ نمبر کيمپ کې اوسېږي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"په دې کيمپ کې افغانانو نن اختر کړى دى او ټول افغانانو لمونځونه وکړل او اوس قرباني کوي، د کيمپ ټولو افغانانو اختر کړى دى."

که څه هم پخوا بۀ په پېښور کې دېره افغان کډوالو له کيمپ مېشتو او کابل سره اختر کاوه، خو سږ کال دغو کډوالو له کابل سره اختر نه دى کړى چې لامل يې دوى د خيبر پښتونخوا له ښاري سيمو څخه د افغان کډوالو ستنېدل او د کډوالو کمېدل بولي.

د پېښور د بورډ او شاوخوا سيمو اوسېدونکي وايي چې دا ځل يې اختر خونده دى او د پخوانيو اخترونو په شان مزه يې نشته.

د بورډ بازار يو تن اوسېدونکي شاکر سباوون له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وايي:

"سره له دې چې په نورو ايالتونو کې به اختر نه کېده دلته په خيبر پښتونخوا کې د افغان مهاجرينو کيمپونو او په هغو ځايونو کې چې د هغوى بود و باش زيات وو، که څۀ هم د حکومت له خوا نه به دغه اخترونه منع کېدل او پر لمونځونه به پابندي لګېده، خو بيا هم افغانانو خپل اختر لمانځلو، خو سږکال د اختر خوند هغسې نشته دى ځکه د افغانانو تعداد کم شوى دى افغانانو په وتلو باندې دي، د افغانانو تګ سره د اختر خوند کم شوى دى او هېڅ احساس دلته نه کېږي چې نن يا دې سبا دلته اختر وي، د اخترونو هغه خونده تللې ده."

د پېښور د دانش اباد، او تهکال اوسېدونکي محمد نعيم او عزت الله له ازادي راډيو سره په خبرو کې د سږني اختر په اړه وويل:

"محمد نعيم: ولا وروره خلک ډېر تللي دي، خونده يې نشته دى، اختر يې ونه شو، افغانستان نه خلکو موږ ته ټليفونونونه کول، خو زموږ اختر نه و، نو دوکان ته راغلو، دوکان کې کېناستو.

عزت الله: سږ کال متاسفانه اختر دلته ونه لمانځل شو، يو خو افغانان لاړل بل خلک ډېر خپه دي، د خلکو خپګان او بل افغانانو چې اختر په کومې خوشحالۍ سره لمانځه، هغه يې ونه لمانځلى شو."

د پېښور په دله زاک روډ کې دېره يو افغان کډوال شاهين ته هم دا اختر د پخونيو هغو په پرتله پيکه او کمرنګه ښکاري، نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"پخواني اخترونه ځکه خوندور وو چې مخکې موږ خپل خپلوان کډوال چې څومره دلته وو ټول يوځاى وو، خو اوس هغه رشتې او زموږ کوال تيت شوي دي، څه هلته پاتې دي او څه دلته پاتې دي، نو هغه خوند او رنګ پکې نه دى پاتې شوى"

په عين حال کې په په ښارونو کې دېره افغانان شکایت کوي چې په خيبر پښتونخوا کې د دوو اخترونو دود له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي:

" اختر چې نيمګړى شي، يو اختر نن شي يو سبا شي، نيمو خلکو نن اختر وي نيمو سبا وي، هغه خلک موږ ته د اختر مبارکۍ او پېغامونه رالېږي، خو چې زموږه اختر نه وي نو نه شو کولاى چې د هغوى کورونو ته نن لاړ شو، هغوى سره اختر ولمانځو او هغوى ته مبارکي ورکړو، اختر مو نه وي، نو دغه مشکل خو جوړ دى چې اختر يې پيکه کړى دى."

سره له دې چې په وروستیو څو کلونو کې په ملیونونو افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي خو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یا UNHCR د معلوماتو له مخې لا هم په دې په پاکستان کې شاوخوا یونیم ميلیون ثبت شوي کډوال دېره دي چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا کې اوسیږي.

که څه هم په تېرو څو کلونو کې په خيبر پښتونخوا کې د کچه ګړۍ او ناصرباغ په ګډون د افغان کډوالو ګڼ شمېر کمپونه وتړل شول، خو د شمشتو، زندۍ، ناګمان، خزانې او هريپور په ګډون اوس هم یو شمېر کمپونه له کډوالو ډک دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG