د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

HRW: پاکستان دې د افغان کډوالو خونديتوب او امنيت يقيني کړي


د بشري حقونو د څار ادارې Human Rights Watch د پاکستان پر حکومت غږ کړى چې له دې هېواده دې د افغان کډوالو په زوره اېستلو او همداشان د هغو اعمالو مخنيوى وکړي چې کډوال هېواد ته ستنېدلو ته مجبوروي.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ په يوه تازه خپور کړي راپور کې د پاکستان له حکومته همدا شان غوښتي چې د کډوالو د خونديتوب او امنيت يقيني کولو لپاره دې "د خپلو امنيتي مقاماتو د ناوړه کړنو" مخنيوى وکړي.

په دې وروستيو کې له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدا لړۍ تر هغې وروسته تېزه شوې چې په تېره روژه کې په تورخم کې د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ د پاکستاني لوري له خوا د دروازې د جوړولو له امله نښته وشوه او دواړو خواوو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته.

تر دغې پېښې وروسته د پاکستان په بېلابېلو سيمو په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې دېره افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ شول چې د پوليسو له‌خوا نيول او بې ځايه ځورول و تنګول يې عمده ستونزې دي.

هيومن رايټس واچ تر هغې وروسته له پاکستان څخه د افغان کډوالو په اېستلو اندېښنه څرګنده کړې چې د دې هېواد حکومت په پاکستان کې دېره افغان کډوالو ته د راتلونکي کال تر مارچ پورې هېواد ته د ستنېدلو وروستۍ نېټۀ ټاکلې ده.

که څه هم حکومت په لومړي سر کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د روان کال تر پايه پورې غځولې وه، خو وزيراعظم نواز شريف څو ورځې مخکې دا موده د راتلونکي کال تر مارچه پورې اوږده کړه.

له بلې خوا بيا د هيومن رايټس واچ ادارې د حکومت له خوا د کډوالو د اوسېدو د مودې د اوږډولو د يادونې ترڅنګ له پاکساني حکومته غوښتي چې "په پاکستان کې دې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه لږ تر لږۀ د ٢٠١٧ م کال تر پايه پورې اوږده کړي."

دغې ادارې پاکستاني مقامات د افغان کډوالو په ځورول تورن کړي او پر حکومت يې کړى چې د افغان کډوالو د ځورولو په لړ کې دې امنيتي مقاماتو د کړنو مخنيوى وکړي.

په اسلام اباد کې يو اين ايچ سي آر ادارې د چارواکيو د وينا له مخې، په دې وروستيو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ د پخوا په پرتله تېره شوې او يواځې په تېرو دوو مياشتو کې لږ تر لږۀ ٩٠٠٠ نوي زره راجسټر افغان کډوالو هېواد ته ستانه شوي دي.

خو د بشري حقونو د څار ادارې په افغانستان کې روان امنيتي وضعيت له پاکستان څخه په ډېر شمېر کې د افغان کډوالو د يو ځلي ستنېدا لپاره اندېښمن بللى دى.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې UNHCR د وينا له مخې، دا مهال پاکستان شاوخوا ١٥ لکه راجسټر شوي افغان کډوال دېره دي، چې ډېرى يې د خيبر پښتونخوا صوبې کې اوسېږي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت دغو راجستر کډوالو ته د يو اين ايچ سي آر، پاکستان او افغانستان د درې اخيز تفاهم له مخې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړي دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG