ملګروملتونو ته د افغانستان دايمي استازی او سفیر وايي چې پاکستان په افغانستان کې سولې ته د زمينه برابرولو په برخه کې ريښتونی رول نه دی لوبولی.
نیويارک کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په پرونۍ غونډه کې د افغانستان پر وضعيت خبرې وشوې.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي او سفير په دې غونډه کې وويل چې له جون مياشتې راهيسې وسلهوالو نښتو او ځانمرګو بريدونو زياتوالی افغانستان په ازمايښت کې اچولی دی او له همدې کبله د سولې پروسه له خنډ سره مخامخ شوې ده.
محمود صيقل زياته کړه چې د شواهدو پر بنسټ، له دغو حملو ډېری يې له افغانستانه دباندې پلان شوي وي.
ښاغلي صيقل ۳۵ زرو اووه سوه کيلو ګرامه د امونیم نايټرېټ په صورت کې چاودېدونکو موادو ته په اشارې وویل چې په دې وروستیو کې د ملي امنيت ځواکونو له تورخمه کشف او نیولي دي.
د ده په وينا، دا دومره اندازه امونیم نايټرېټ په دوو موټرو کې ځای پرځای شوي وو او ټاکل شوې وه له پاکستانه افغانستان ته انتقال شي.
ملګرو ملتونو ته د افغانستان دايمي استازي وويل چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهير کې هم ريښتونی رول نه دی لوبولی.
ښاغلي صیقل زیاته کړه:
"په څلور اړخېزه غونډه کې زموږ پر ټولو هڅو سربېره، پاکستان اوس هم د سولې په بهير کې د منځګړيتوب له فرصته استفاده نهده کړې. د دې غونډې له لوري چې کومه تګلاره جوړه شوې وه، د هغې تګلارې له مخې باید هغو طالبانو پر ضد چې ورسره سوله امکان نه لري، لازم اقدامات وکړي او د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د نړيوالو د ريښتونی او جدي شريک په توګه وپېژندل شي."
محمود صيقل وويل، د پاکستان له دولته غواړي چې د رغندو اړيکو د پياوړتیا او باور لپاره چې د ده په وينا په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات لومړی شرط بلل کېږي، د همکارۍ لاره پرانېزي.
ده د افغان ځواکونو وړتيا او پياوړتیا ته هم په اشاره وويل چې د دولت د وسلهوالو مخالفینو حملې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو لهخوا له سخت ځواب سره مخامخ شوي دي.
په همدې حال کې ملګروملتونو ته د هندوستان دايمي استازي د امنيت شورا په پرونۍ غونډه کې پاکستان ته په اشاره وويل چې په افغانستان کې د جګړې او تاوتريخوالي عاملين بايد په ګاوندي هېواد کې خوندي پناه ځایونه ونهلري.
د هند چاپ ديکان کرونيکل ورځپاڼې ملګرو ملتونو ته د هندوستان د دایمي استازي تنمايا لال له خولې ليکلي چې ده د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لهخوا د طالبانو مشر ته د تروريست نه ويلو په اړه هم انتقاد وکړ او ويې ويل دا عمل پوښتنې راپورته کوي.
له بلې خوا ملګرو ملتونو ته د پاکستان سفیرې له افغانستانه غوښتي چې د افغانستان له پولو دباندې حملو لپاره خپله خاوره کارېدو ته پرې نهږدي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ مليحه لودهي وويل چې هېواد يې ژمن دی چې له افغانستان سره د ګډو ارزښتونو لپاره د اړيکو پر پراخولو کار وکړي.
دې وويل چې پاکستان د سولې د مذاکراتو پرمختګ ته لېواله دی خو د دې په وينا هېواد يې د څلور اړخېزې غونډې له ټولو لورو د داسې هڅو غوښتنه کوي.
په دغه څلور اړخيزه غونډه کې افغانستان، پاکستان، چين او امريکا غړيتوب درلود.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامچي يامامتو په دې غونډه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهميت خبرې وکړې خو د سولې په راوستلو کې يې د پاکستان يا سيمه یېزو هېوادونو د رول په اړه څه ونه ويل.