د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

ارګ: د فساد په وړاندې پیچلې مبارزې ته حکومت ژمن دی


ارګ ماڼۍ په ځانګړي توګه د افغانستان پر بیارغونې د څار د امریکايي ادارې "سیګار" د وروستي راپور په اړه تبصره نه کوي خو وايي، افغان حکومت د فساد له‎منځه وړلو ته جدي اراده لري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو وویل چې په افغانستان کې د فساد په وړاندې مبارزه پیچلې ده خو حکومت یې په وړاندې ژمن دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال

ښاغلی مینه‎پال زیاتوي:

"پوهېږو چې فساد سره مبارزه ستونزمنه ده، پیچلې ده ولې د افغانستان د حکومت تعهد دا دی چې له اداري فساد سره به مبارزه کېږي او دا مبارزه به مشخصه او معلومه وي."

سیګار په خپل وروستي راپور کې چې تازه یې خپور کړی په څرګندو ټکو دا ویلي چې په افغانستان کې اوسنۍ ستونزې فساد، بې ثباتي، د وسله‎والو او په قدرت کې د ښکېلو ډلو ناقانونه کړنې دا ټول له یوه بل سره داسې تړلي چې له‎منځه وړل یې ښايي ټول نظام وګواښي.

په ورته وخت کې د سیګار په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د اداري فساد د پراختیا یو مهم لامل پر هغو پروژو ناسمه څارنه ده چې د امریکا له لوري په افغانستان پلي شوي دي.

د سیګار د راپور له مخې افغانستان له سومالیې او شمالي کوریا وروسته په نړۍ کې درېیم فاسد هېواد بلل شوی دی.

د سیګار په راپور کې د امریکا پر حکومت له دې کبله هم انتقاد شوی چې د بې غورۍ له کبله یې په میلیونونو ډالره چې د افغانستان بیارغونې ته یې ځانګړې کړې وې ضایع شوي او د همدغه پیسو له لارۍ ترهګرۍ هم وده کړې ده.

ومو غوښتل چې د سیګار د راپور په اړه په کابل کې د امریکا سفارت نظر هم ولرو خو هغوی په اوس کې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې افغاني شبکه د سیګار د راپور ډېره برخه سمه ګڼي خو په افغانستان کې د فساد د پراخېدو اصلي عاملین بهرنیان ګڼي.

د دغه شبکې مرستیال خان زمان امرخېل وايي:

"زما په نظر کې نړیوال واقعاً کلکه ژمنه ولري هېڅ مشکل نشته خو د نړیوال په اوړو کې هم شګه شته او په داخل د نظام کې هم موږ او تاسې ستونزې ګورو خو خبره دا ده چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې د نړیوالو اخلاص نه ګورو."

ښاغلی امرخېل وايي، که څه هم ولسمشرغني د فساد د له‎منځه وړلو لپاره جدي اراده لري خو تر هغې چې افغان ولس او نړیواله ټولنه د هغو کسانو له ملاتړه چې په فساد ښکیل دي او د حکومت یوه مهمه برخه جوړوي لاس وانه‎خلي د فساد ضد مبارزه به کامیابه نه شي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG