د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

غني: افغانستان د کوم ځانګړي هېواد بندر سره تړلی نه دی


ولسمشر غني وایي چې افغانستان د کوم ځانګړي هېواد بندر ته اړتیا نه لري او افغانان کولای شي حتی جغرافیې ته تغییر ورکړي.

هغه زیاته کړه افغانستان له ټرانزیټي او سوداګریزه اړخه له جغرافایي انزوا څخه د وتلو او له نړۍ سره د وصلېدو په حال کی دی.

ښاغلي غني د شنبې په ورځ په کابل کې د شهید اوونې د لمانځلو په مراسمو کې وویل چې افغانستان وتوانېد، له چین او ایران سره د اوسپنې پټلۍ له لارې وصل شي.

د ولسمشر غني په خبره افغانستان اوس مهال د کوم ځانګړي هېواد له بندرسره تړاو نه لري.

هغه زیاته کړه:

"موږ د چاه له بندر سره نه یو تړلي چې زموږ لاره وتړي، که دوی ناست وي او فکر یې کړی وي چې جغرافیه تغییر نشي کولای، افغانان جغرافیې ته هم تغییر ورکولای شي او داسې یې تغییر ورکړ چې سبا به بیا تاسو عین لارې ته اړ اوسی."

دا څرګندونې په داسې حال کېږي چې د تېرې پنجشنبی په ورځ د لومړي ځل لپاره له چین څخه اور ګاډی افغانستان ته راغی او له ایران سره هم افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ونښلول شو.

له چین نه د افغانستان حیرتان بندر ته لومړی اورګاډی تېره اوونۍ راورسېد.
له چین نه د افغانستان حیرتان بندر ته لومړی اورګاډی تېره اوونۍ راورسېد.

دغه راز افغانستان د ایران د چابهار د بندر له لارې له هند سره هم سوداګریزه راکړه ورکړه په بې ساري توګه پراخه کړې او هند ته د دې هېواد د تازه میوو لېږدول هم د هوا له لارې پیل شوي دي.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ ازادي راډیوته وویل، وروسته ترهغې چې پاکستان واګه بندر د افغان سوداګرو پر وړاندې وتاړه افغانستان هم د دې اقدام په غبرګون کې پاکستانیو لاریو ته اجازه نه ورکوي چې منځنۍ آسیا ته تګ راتګ وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي چې ولسمشر غني په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې بریاوې ترلاسه کړي، خو په دې برخه کې باید ډېر کار وشي.

الکوزی: افغانستان اوس هغه پخوانی محتاج هېواد نه دی.
الکوزی: افغانستان اوس هغه پخوانی محتاج هېواد نه دی.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي:

"له نیکه مرغه اوس موږ له ازبکستان سره، ترکمنستان سره، تاجکستان سره او همدار رنګه له چین او هندوستان سره سوداګریزې اړیکي لرو او زموږه ډېرې ستونزې حل شوي دي، واقعیت دا دی چې افغانستان اوس هغه پخوانی محتاج هېواد نه دی او له نورو لارو نه هم خپلې اړتیا وې مرفوع کولای شي."

ولسمشر محمد اشرف غني تردې پخوا ویلي چې افغانستان هڅه کوي ترڅو د سیمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتولو له لارې پر پاکستان اتکا کمه کړي.

ښاغلي غني داهم ویلي وو چې افغانستان باید له خپل جغرافیایي موقعیت څخه ډېره ګټه واخلي او دا هېواد د جنوب ختیځې او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ په ترانزیټي پل بدل شي.

که څه هم افغانستان له سوداګریزه او ترانزیټي اړخه له نړۍ سره د وصلېدو په برخه کې لاهم ډېر کار ته اړتیا لري، خو له چین، هند، منځنۍ اسیا او ایران سره یې په دې برخه کې اړیکو ته په پام خانجان الکوزی وایي چې پر پاکستان یې اتکا رښتیا هم کمه شوې ده.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG