د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

افغان حکومت د شېراز پولیسو عمل انساني کرامت ته سپکاوی وباله


د افغانستان حکومت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغان کډوالو په وړاندې د ایران د شېراز ښار د انتظامي پولیسو چلند غندلی او هغه یې د بشري حقونو او نړیوالو کنوانسیونونو خلاف ګڼلی دی.

د ایران د شېراز ښار پولیسو د روانې سنبلې میاشتې په شپاړسمه نېټه د شېراز ښار د پولیسو د حوزو د لاسته راوړنو یو نندارتون د ۴۸ ساعتونو لپاره پرانیست.

په دغه نندارتون کې ځیني هغه نیول شوي توکي نندارې ته وړاندې شول چې د دغه ښار د پولیسو حوزو نیولي وو، لکه مخدر توکي، الکولي څښاک او غیر مجاز فلمونه.

دغه راز په اوسپنیزو قفسونو کې بند، سترګي تړلي افغان کډوال هم د لاسته راوړنو په کتار کې شامل و.

اوسپنیز قفس کې بند، سترګي تړلي افغان کډوال هم و
اوسپنیز قفس کې بند، سترګي تړلي افغان کډوال هم و

ايراني پوليسو رسنيو ته ويلي چي ۲۷۷ تنه بې اسناده بهرنيان يې نيولي او دا یې هم د لاس ته راوړنو څخه يوه ده.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو د افغان کډوالو په وړاندې د ایران د شېراز ښار د پولیسو عمل سخت غندلی او د بهرنیو چارو له وزارت څخه یې هیله کړې چې موضوع د ډیپلوماتیکو لارو تعقیب کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو معینې د شېراز د پولیسو دا عمل بشري ضد او انساني کرامت ته سپکاوی وباله.

مېرمن عالمې پرون ازادي راډیو ته په خبرو کې د ایران له حکومت څخه هم غوښتنه وکړه څو دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.

نوموړې زیاته کړه:

"زموږ وزارت نه یوازې دا عمل وغنده، بلکې دا عمل د ټولو بشري حقونو د موازینو او په تېره بیا د ۱۹۵۱ کال د کنوانسیون او د ۱۹۶۷ کال د پروتو کول په تضاد کې بولي، زموږ وزارت د ایران د اسلامی دولت له چارواکو څخه غوښتنه وکړه څو دغه قضیه په جدي توګه وڅېړي."

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو وزارت معینې دغه راز د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتنه وکړه څو دغه مسأله د ډیپلوماتیکو لارو تعقیب کړي.

دې موضوع د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون غبرګون هم راپارولی.

د دغه کمېسیون ویاند وویل، د نړیوالو اصولو او موازینو پر بنسټ باید ایران له هغو کډوالو سره چې هغه هېواد ته یې پناه وروړې ده، هغه چلند وکړي چې له خپلو اتباعو سره یې کوي.

ډاکټر رفیع الله بېدار پرون ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه؛ د دوی توقع له ایران څخه د یو اسلامي هېواد په توګه دا ده چې له افغانانو سره د اسلامي اخوت له مخې چلند وکړي او په څنګ کې یې د کډوالو په اړه ټول نړیوال موازین مراعات کړي.

بېدار: ایران باید له افغان کډوالو سره د اسلامي اخوت له مخې چلند وکړي
بېدار: ایران باید له افغان کډوالو سره د اسلامي اخوت له مخې چلند وکړي

هغه زیاته کړه:

"د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هغو دولتونو چې افغان کډوال په کې اوسېږي غوښتنه لري چې د دوی سره باید د بشرپالنې په دود چلند وکړي، له دوی سره تبعیضي چلند و نشي او له مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ نشي."

افغان د خبر رسولو شبکې هم د ایران مېشتو افغانانو له ویبساټونو څخه د دغو انځورونو د خپرولو په ترڅ کې د ایران د پولیسو دغه اقدام "د افغانستانیانو نندارتون د ایران په یوه قفس کې" نومولی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې باب غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران د پولیسو د لاسته راوړنو په نندارتون کې د ځینو افغان غیرقانوني کډوالو ښودنې د سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو او په ټولنیزو رسنیو کې د ایرانیانو او افغانانو د اعتراض راپارولی دی.

XS
SM
MD
LG