د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د انګلستان کرکټ ټيم د پاکستان پر ټيم ريکارډ جوړ کړ


د انګلستان کرکټ ټيم د کرکټ د يو ورځنيو لوبو په تاريخ کې تر ټولو زياتو ٤٤٤ رنزونو ته‌یې لاس وموند او په ځواب کې د پاکستان ټيم يوازې ٢٧٥ رنزونه جوړ کړل.

په انګلستان کې د پاکستان او انګلستان د کرکټ ټيمونو تر منځ د کرکټ د روانو ۵ ورځنيو لوبو په درېيمه لوبه کې انګلستان د يو ورځنيو لوبو په تاريخ کې د سريلانکا تر ټولو زياتو رنزونو جوړولو ريکارډ مات کړ او د لومړي ځل لپاره‌يې ٤٤٤ رنزونه جوړ کړل.

تر دې مخکې دغه ريکارډ د سريلانکا له کرکټ ټيم سره و چې په ٢٠٠٦ میلادي کال کې يې د نېدرلېنډ کرکټ ټيم پر وړاندې په يو ورځنۍ لوبه کې تر لاسه کړی او تر ټولو زيات ٤٤٣ رنزه‌یې جوړ کړي و.

د انګلستان او پاکستان کرکټ ټيمونو تر منځ دغه لوبه د سې شنبې په ورځ د انګلستان په ناټنګم ښار کې وشوه چې د انګلستان کرکټ ټيم په‌کې پچه وګټله او لومړى يې د بېټنګ پرېکړه وکړه.

دغه ټيم په ټاکلو ۵۵ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٤٤٤ رنزونه جوړ کړل چې لوبغاړي اليکس هيلز په‌کې ١٧١، جوى روټ ٨۵ او بټلر په‌کې د تېزې لوبې پر مټ ٩٠ رنزونه جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شول.

د پاکستان له‌خوا وهاب رياض په خپلو ١٠ اورونو کې تر ټولو زيات ١١٠ رنزه ورکړل او د لوبغاړي په اوټ کولو هم بريالى نه‌شو.

د ياد تيم له‌خوا حسن علي په ١٠ اورونو کې د ٧٤ رنزونو په ورکولو ٢ او محمد نواز د ٦٢ رنزونو په بدل کې ١ انګلستانى لوبغاړى اوټ کړ.

د دغه ستر هدف په ځواب کې د پاکستان ټول ټيم په ٤٣م اوور کې يوازې ٢٧۵ رنزونه جوړ کړل او دا لوبه‌يې د ١٦٩ رنزونو په توپير وبایلله.

د پاکستاني ټيم له‌خوا يوازې شرجيل خان او محمد عامر د نورو په پرتله ښه لوبه وکړه او دواړو ۵٨_ ۵٨ رنزونه جوړ کړل، خو نورو لوبغاړو د انګلستان بالرانو پر وړاندې چندان مقاومت ونه‌ښود.

په نورو لوبغاړو کې سرفراز احمد ٣٨، محمد نواز ٣٤ رنزه جوړ کړل او د پاکستاني ټيم کپټان اظهر علي يوازې تر ١٣ رنزونو جوړولو اوټ شو.

د انګلستان کرس ووکس ٤، عادل رشيد ٢ او پلېنکټ، معين علي، سټوک او مارک ووډ ١_ ١ لوبغاړى اوټ کړ.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان کرکټ ټيم دا مهال د انګلستان په دوره دى چې د دې هېواد له کرکټ ټيم سره ٤ ټيسټ، ۵ يو ورځنۍ او ١ «T20» لوبه کوي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG