د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

د ګړندي مخابراتي خدمتونو لپاره د خلاص لاسرسي پالېسي جوړه شوه


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په هېواد کې د مخابراتي او انترنټي خدمتونو د ګړندیتوب په مقصد، د خلاصې لاسرسۍ پالېسي جوړه کړې ده.

د یاد وزارت مسؤلین وايي، د دې پالېسۍ پلي کېدل به پانګوالو ته د مخابراتو په سکټور کې د پانګې اچونې زمینې برابرې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دې پالېسۍ په اړه په یوې مشورتي ناسته کې وویل، د دې پالېسې له پلي کېدو سره به، مخابراتي او انټرنټي خدمتونه ګړندي او بیې به‌یې ټیټې شي.

ښاغلي وحیدي وویل، پر زېربناو د دولت د انحصار کمېدل او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په زېربناو کې، خصوصي سکټور ته د پانګونې د مناسب چاپېریال رامنځته کول، د مخابراتو وزارت د خلاصې لاسرسۍ د پالېسۍ نور هدفونه دي.

هغه زیاته کړه:

"د دې پالېسۍ په مسوده کې د مارکېټ اوسنی وضعیت، راتلونکې اړتیاوې، ملي او نړیوال هدفونه او سائبري خوندیتوب په پام کې نیول شوي دي. دا پالېسي به د نوري فائبر د شبکو په جوړولو او د انټرنټ په متبادلو لارو کې پانګوالو ته د پانګې اچونې زمینې برابرې کړي، زېربنايي خدمات به قانونمنده کړي او خصوصي سکټور به له دغو زېربناو څخه له تبعیض پرته، د عادلانه بیې په ورکولو سره ګټه واخلي."

وحیدي وايي، د سیالۍ فضا نه‌شتون، خدمتونو ته د خلکو نه‌لاسرسی، لوړې تعرفې او د مخابراتي خدماتو ټیټ کیفیت، دغه وزارت اړ ایست چې د مخابراتو اساسي بنسټونو ته د لاسرسي خلاصه پالېسي جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړه، تر اوسه د خصوصي او دولتي سکټور تر منځ لازمه همغږي نه‌شته او خصوصي سکټور د مخابراتو او انټرنټ په برخه کې په انفرادي توګه پانګونه کوي.

اوس‌مهال په افغانستان کې پنځه دولتي او خصوصي مخابراتي شبکې فعالې دي چې خلکو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه رسوي.

د مخابراتو وزیر وايي، د مخابراتو سکټور نه‌دی توانېدلی چې په منځني ډول، په کال کې ۲۰۰ میلیونه ډالره عواید برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو وزارت تېر کال د سیم کارټونو پر کارونکو، په سلو کې ۱۰ فیصده مالیه وضع کړه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال ۲۰ میلیونه خلک له مخابراتي شبکو او ۴ میلیونه له انټرنټ څخه کار اخلي.

د یاد وزارت مسؤلین وايي، په افغانستان کې مخابراتي او انټرنټي خدمتونه د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله کمزوري دي او د کمزوري انټرنټ څخه ګټه اخیستنه هم محدوده ده.

دوی وايي د دې لپاره چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې ۱۵ میلیونه وګړي انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ولري، په کار ده چې خصوصي سکټور د نوري فائبر د شبکو د پیاوړتیا لپاره پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې د خصوصي سکټور استازي علي اصغر د مخابراتو وزارت دغه اقدام وستایه او ويي‌ویل، په هېواد کې د تکنالوژۍ او انټرنیت پراختیا، هر اړخیزو پالېسیو ته اړتیا لري:

"په هېواد کې د انټرنټ او تکنالوژۍ د پراختیا لپاره دغه پالېسي لازمه وه او په کار ده چې پراخه‌یې کړو، دا پالېسي به د انټرنټ له پراختیا او د انټرنټي پروګرامونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي."

د سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو چارواکو د مخابراتو وزارت د دغې پالېسۍ له مسودې ملاتړ څرګند کړ او ویې‌ویل چې په اوسنیو شرایطو کې د اقتصاد پراختیا، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ له پراختیا پرته، ناممکن دی.

دوی له خصوصي سکټوره وغوښتل چې له دې فرصت څخه دې ګټه واخلي او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې دې پانګونه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG