د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

د ټیلفون په مصرفي کارتونو لس فیصده مالیه وضعه شوه


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې سره له سبا یعنې د میزان په لومړۍ نېټه به د ټلیفونونو په کارټونو وضعه شوې مالیه د تطبیق وړ وي.

د دې وزارت ویاند محمد یاسین صمیم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مالیه په ډېرو هېوادونو کې د اجرا وړ ده.

د افغانستان د مالیې وزارت دا اقدام ستايي او وايي چې دا به د هېواد په عوایدو مثبت تاثیر وکړي.

خو د حکومت دې کارته عام خلک اندېښمن دي او وايي چې خلک د دې ډول مالیو ورکولو توان نه لري.

افغان حکومت د کورنیو عوایدو د سرچینو د موندلو په هدف دا ځل په یوه بې ساري اقدام کې د ټیلفون په مصرفي کارتونو لس فیصده مالیه وضعه کړه.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې دا طرحه مالیې وزارت کابینې ته سپارلې وه او دا ډول مالیې په نورې نړۍ کې هم موجودې دي.

د دې وزارت ویاند محمد یاسین صمیم د سې شنبې په ورځ ازادي راډيوته وویل چې سره له چهارشنبې یعنې د میزان په لومړۍ نېټه به د ټلیفونونو په کارټونو وضعه شوې مالیې د تطبیق وړ وي:

((هغه طرحه چې مالیې وزارت ترتیب کړې وه او هغه مصیوبه چې د کابینې په غونډه کې تصویب شوې، ولسمشر یو د تقنیني فرمان صادرکړی چې د هغه تقنیني فرمان په اساس له ټولو شرکتونو که خصوصي وي او که دولتي وي لس فیصده خدماتي محصول اخیستل کیږي.))

هغه زیاته کړه، کله چې څوک ټلیفون ته کریډیت وراضافه کوي، نو لس فیصده به د دولت بودجې ته ځي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت معلوماتوله مخې دا مهال په افغانستان کې پنځه مخابراتي شرکتونه فعالیت لري چې شاوخوا دوویشت میلیونه تنه له ټلیفونونو څخه استفاده کوي.

په ورته وخت کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي، له مخابراتي شرکتونو څخه د مالیې په راټولولو کې ستونزې موجودې دي او حکومت باید په دې برخه کې تصویب شوي قوانین تعدیل کړي.

د دې ادارې د دفتررییس احمد راشد توتاخیل ازادي راډیوته وویل، د ټیلیفون کارټونو څخه مالیې راټولو نوی شی دی، نوحکومت باید د دا ډول مالیو په راټولو کې شفافیت رامنځ ته کړي:

((موږ خاص څیړنې کړې دي، له بده مرغه د مخابراتي شرکتونو په مالیو کې ستونزې لیدل شوې دي، ترهغه وخته چې قوانین اصلاح نه شي دا ستونزې به موجودې وي.))

بل خوا د افغانستان مالیې وزارت وايي چې د مالیې د راټولولو لپاره به په نویو لارو چارو غور وکړي.

د دې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، په پام کې لري له اړوندو ادارو سره په همغږي یاده مالیې د کمپيوټرله لارې راغونډه کړي.

خو د حکومت دې کارته عام خلک اندېښمن دي او وايي چې خلک غریب دي او د دې ډول مالیو ورکولو توان نه لري.دوو تنو کابل ښاریانو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

((۱:ــ ولسمشر لومړی باید خلکو ته کار پیدا کړي او بیا مالیه وضعه کړي، دا کار ښه دی خلکو ته یې ګټه رسیږي، خو دا مهال خلک د دې ډول مالیو د ورکړې توان نه لري.

۲:ــ خدای دې وکړي چې په خلکو وضعه شوې مالیه د ځینو کسانو شخصي جېبونو ته ونه لویږي.))

افغان حکومت په داسې حال کې دا اقدام کړی چې عام خلک د ټیلیفون خدمتونوله ټیټ کیفیته شکایت کوي او وایي چې یواځې مخابراتي شرکتونو په ښارونو پورې محدود دي، ورځ تربلې په ولسوالیو کې خپل فعالیتونه دروي.

د چارو کارپوهان ټینګارکوي چې حکومت باید په دې برخه کې په مخابراتي شرکتونو فشار راوړي چې د ټیلیفون او انټرنیټ خدمتونه معیاري کړي او په هغو ځایونو کې چې ټلیفون کارنه کوي خپل فعالیتونه پراخ کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG