د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

وزیري: د افغان ځواکونو جګړه د سیمې له استخباراتو سره ده


د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي چې په کندز، بغلان او فاریاب ولایتونو کې یې په جنګ کې شامل افغان امنیتي ځواکونو ته اکمالات او تجهیزات استولي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې له کابله کندز او بغلان ولایتونو ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي او ډېر ژر به وسله‎وال مخالفین له‎منځه یوسي.

جنرال وزیري د دولت مخالفو وسله‎والو سره جنګ د افغانستان کورنۍ جګړه نه‌ګني او ویې‌ویل چې دوی د سیمې استخباراتو سره په وسله‎واله جګړه کې دي.

هغه وویل:

"دا جنګ له ترورېزم سره دی او د افغانستان کورنۍ جګړه نه‎ده، که دا جنګ له طالبانو سره وای نو اوس به دوی په یوه یا څو میاشتو کې ختم شوي وو، د دې جګړې تر شا د سیمې د استخباراتو لاس دی."

دولت وزیري وايي چې وسله‎وال طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره د جګړې توان نه‎لري او په هر ځای کې چې وي وبه ځپل شي.

هغه وویل چې وسله‎وال طالبان د څو ساعتونو لپاره د هېواد په سطح یو څو ولسوالۍ نیسي خو د ساتلو وړتیا یې نه‎لري او ډېر ژر په شا تمبول کېږي.

وزیري زیاته کړه چې طالبان د سیمې استخباراتو کلک ملاتړ له ځان سره لري او هڅه‌یې کوله ترڅو د کوټې شورا هلمند ته انتقال کړي چې له ماتې سره مخ شول.

وزیري زیاته کړه چې طالبان د سیمې استخباراتو کلک ملاتړ له ځان سره لري
وزیري زیاته کړه چې طالبان د سیمې استخباراتو کلک ملاتړ له ځان سره لري

وزیري زیاته کړه:

"يوازې یوه هیله‌یې درلوده چې د کوټې شورا هلمند ولایت ته انتقال کړي، اوس مهال له ماتې سره مخ شول او درانه تلفات ور واوښتل."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وايي چې د طالبانو په لیکو کې چیچین، ایغور، عرب، پاکستاني، تاجک او ازبکستاني جنګیالي د افغان امنیتي سرتېرو په وړاندې جنګېږي.

هغه وویل چې مخالفین نسبت پخوا ته تجهیز شوي او د افغانستان له پولو هاخوا نظامي زده‌کړې ورکول کېږي.

دولت وزیري وايي، په کندز ولایت کې د بلواګرو د سنګرونو د له‎منځه وړلو په عملیاتو کې ورسره د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو هم ونډه لري.

ښاغلی وزیري وايي چې د هلمند په جګړه کې د طالبانو د پټن‌ځایونو د موندلو لپاره له بې‌پیلوټه کشفي طیارو څخه هم کار اخلي او په پام کې ده چې ډېر ژر دا الوتکې په شمال زون کې ۲۰۹ شاهین قول اردو ته هم وسپارل شي.

هغه وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو ټول شپني عملیات د نظامي طیارو په‎ واسطه ترسره کېږي او د دوی سره پرمختللې جنګي الوتکې موجودې دي.

وزیري: د افغان امنیتي ځواکونو ټول شپني عملیات د نظامي طیارو په‎واسطه ترسره کیږي
وزیري: د افغان امنیتي ځواکونو ټول شپني عملیات د نظامي طیارو په‎واسطه ترسره کیږي

د دفاع وزارت ویاند په دې اړه وویل:

"A 29، مې ۱۷، مې بي ۵۳۰، مې ۲۴ او بي سي ۱۲ او ټولې جنګي الوتکې چې له موږ سره دي له مزارشریفه عملیات ترسره کوي او له کابله شمال ته د عملیاتو لپاره نه ورځي."

په داسې حال کې جنرال وزیري ادعا لري چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یې وسله‎وال طالبان له ماتې سره مخ کړي چې همدا اوس هم په بغلان، کندز او هلمند ولایتونو کې د طالب وسله‎والو له‎خوا د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جګړه دوام لري.

وسله‎والو طالبانو ادعا کړې ده چې د عمري عملیاتو په چوکاټ کې به د امنیتي ځواکونو په وړاندې خپلو حملو ته زور ورکړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG