د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

کشفي او جنګي الوتکې د طالبانو په وړاندې ګټوري تمامې شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي نوې کشفي او جنګي الوتکې یې له وسله والو طالبانو سره د جګړې په ډګر کې خورا اغېزمنې دي.

متحدوایالاتو په تېر ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان پوځ ته د ثابتو وزرو لرونکو سوپرتوکانو یا (A-29) الوتکې ورکړې چې څو یې رارسېدلي او څو نورې په راتلونکو میاشتو کې ورکول کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې له سوپرتوکانو او بې پیلوټه الوتکو څخه اوس مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو مخالفینو پرضد د جګړې په ډګر کې اغېزمن کار اخیستل کېږي.

ثابت وزر لرونکې (A-29) یا سوپرتوکانو الوتکې توپونه او ماشیندارې لري، د دښمن پر اهدافو بمونه اورولی شي او رهبري شوي او غیر رهبري شوي توغندي ویشتلای شي.

دفاع وزارت همداراز وايي، ګڼ شمېر بې پیلوټه کشفي الوتکې ورکړل شوي دي او نورې به هم ترلاسه کړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل له دې الوتکو څخه د وسله والو مخالفینو پرضد په عملیاتو کې کار اخیستل کېږي او ښه نتیجه یې ورکړې ده.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په بدخشان کې سوپرتوکانو اې ۲۹ الوتکو ډېره ښه دنده ترسره کړه، دښمن ته یې ډېر تلفات واړول او بې پیلوټه کشفي الوتکو په هلمند کې ډېره ښه نتیجه ورکړې، هلته اوس مهال په هلمند کې له بې پیلوټه الوتکو څخه عملا کار اخیستل کیږي او له سوپرتوکانو الوتکو څخه د افغانستان په هره سیمه کې او هرچیرته چې اړتیا وي استفاده کیږي."

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله پخوا هغه مسئله وه چې د څارونکو په نظر د حکومت او خلکو ترمنځ یې واټن رامنځ ته کړی و.

خو اوس چې افغان ملي امنیتي ځواکونه د پوځي عملیاتو مشري کوي او بهرني ځواکونه د جګړې په ډګر کې فعال حضور نه لري ایا په هوايي عملیاتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله لاهم د اندېښنې وړ ده.

د پوځي چارو کارپوه پخواني جنرال عبدالواحد طاقت ازادي راډیو ته وویل، که د نویو الوتکو تخنیکي پرسونل ته مسلکي روزنه ورنه کړل شي، نو ملکي وګړي به بیاهم زیانمن شي.

هغه زیاته کړه:

"په داسې حال کې چې موږ هیڅ ډول وسلې نه لرو، هوايي ځواک نه لرو، رادار نه لرو، د دښمن د ځپلو لپاره دا ډېره موثره وسیله ده، خو په دې شرط چې موږ خپل پرسونل ته د بهرنیو دوستانو په لارښوونه مسلکي ښوونه او روزنه ورکړو، که مسلکي ښوونه او روزنه نه وي، دوی په دې الوتکو بلد نه وي او یا غلط کوردینات ورکړي نو د ملکي خلکو د تلفاتو سبب کېږي او دا به یو ناورین وي یا ښايي په خپله دا الوتکې د دښمن له خوا راوغورځول شي که چېرته دقیقه رهبري یې ونشي."

د دفاع وزارت چارواکي وايي چې له سوپرتوکانو او بې پیلوټه کشفي الوتکو څخه اوس مهال د کندز، هلمند او بدخشان په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو طالبانو پرضد په پوځي عملیاتو کې کار اخیستل کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت له خپل هوايي او کشفي ځواک څخه په پوځي عملیاتو کې د اغیزمنې استفادې خبره په داسې حال کې کوي چې اوس مهال د هیواد په دیارلسو ولایتونو کې د شفق په نوم عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG