د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

بلخ کې د مولانا جلال‌الدین بلخي نړیوال سمپوزیم جوړ شو


ایکو سازمان د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مرسته بلخ ولایت کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي نړیوال سمپوزیم جوړ کړ.

په دې سمپوزیم کې چې د مولانا په اړه جوړ شوی دی، د سیمې او افغانستان څه د پاسه ۶۰۰ شاعران، لیکوالان، د دري او پښتو ژبې پوهانو برخه اخېستې ده.

دا سمپوزیم د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور په مالي ملاتړ جوړ شوی دی چې د درېیو ورځو لپاره دی چې د وروستۍ ورځې غونډه به‌یې په کابل کې ترسره شي.

سمپوزیم د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور په مالي ملاتړ جوړ شوی
سمپوزیم د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور په مالي ملاتړ جوړ شوی

د دې سمپوزیم د جوړولو د کمېسیون غړي مهدي نیازي ازادي راډیو ته داسې وویل:

"په دې علمي غونډه کې له سیمې ازبکستان، تاجکستان، ایران، پاکستان، ترکیې، هند او قزاقستان څخه استازو شرکت کړی دی."

د دې غونډې د هنري کمېټې غړی ذبیح‌الله احساس وايي چې مولانا ټولې نړۍ ته مربوط دی خو په دې حقیقت باید سترګې پټې نه‎شي چې د هغه د زېږېدو ځای بلخ دی.

ښاغلي احساس زیاته کړه دا چې د سیمې ځیني هېوادونه لکه ترکیې او ایران دا هڅه کوله تر څو معنوي مثنوي په یونسکو کې د خپل مشترک ادبي اثارو په نامه ثبت کړي، خو دوی یې په وړاندې کلک غبرګون وښود او د مولانا د لازیاتې پېژندنې په هدف چې نوموړی بلخي دی دا سمپوزیم جوړ کړ.

مولانا جلال الدین بلخي
مولانا جلال الدین بلخي

هغه وویل، په دې غونډه کې سربېره پر دې د مولانا پر ژوند او آثارو لسګونه مقالې وړاندې کېږي، تر څنګ‌یې د هنري برخې له‎خوا د سما نڅا، د مولوي د اشعارو دکلمه او تمثیلي ټوټې هم غونډې ته وړاندې کېږي.

هغه وویل:

"په دې غونډه کې علمي مقالې وړاندې کېږي، د شاعرانو تر منځ د شعر سیالۍ ترسره کېږي، د سما نڅا کېږي او همدارنګه د معنوي مثنوي د اشعارو دکلمه هم کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د مولانا د ژوند او ادبي فعالیتونو په برخه کې د بلخ محلي ادارې کړنو او فعالیتونو سربېره اوس‌مهال د مولانا د خانقا پر بیا رغونې باندې هم کار پیل شوی دی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG