د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

هالیووډ پر مولاناجلال الدین محمد بلخي فلم جوړوي


هالیووډ غواړي چې د مولاناجلال الدین محمد بلخي فلم جوړ کړي.اټکل کیږي چې په دې فلم کې به لیوناردو دې کاپریو Leonardo DiCaprio د مولانا رول ولوبوي او د ګلادییتر فلم سناریو لیکوال به یې سناریو ولیکي.

د مولانا د رول لپاره د دې کاپریو احتمالي غوراوی د یولړ انتقادونو باعث هم شوی دی.

د ګلادییتر فلم سناریو لیکونکی ډیویډفرانزوني David Franzoni د هغه نوي فلم پر سناریو کار کوي چې کیسه یې د مولانا جلال الدین محمد بلخي پر ژوند متمرکزه ده.

فرانزوني وايي، د دې ستر صوفي شاعر د ژوند پر بنسټ بیوګرافیک فلم به په لویدیځه سینما کې د مسلمان کرکټر په اړه کلیشه يي تعبیر بدل کړي.

هغه زیاتوي چې مولانا په متحدوایالاتو کې خورا زیات شهرت لري او د ده په نظر دا فلم به د مولانا په اړه یو تصویر او کیسه وړاندې کړي.

مولانا د ۱۳ میلادي پیړۍ ستر شاعر و چې په بلخ کې زیږیدلی او په اسلامي هېوادونو او نوره نړۍ کې خورا زیات شهرت لري.

د مولانا شعرونه چې په ۲۰۱۴ کال کې په امریکا کې خپاره شول، خورا زیات لوستونکي لري او په زیات شمېر پلورل کیږي.

د راپورونو له مخې ډیویډ فرانزوني چې د اسکار جایزې د ګټونکي ګلاډییټر فلم سناریو یې په ۲۰۰۲ کال کې لیکلې ده په دې وروستیو کې د مولانا په اړه د جوړیدونکي فلم له پروډیوسر سره په ګډه ترکیې ته سفر کړی و، هلته یې له ترکي پوهانو سره خبرې کړي او بیا په قونیه کې د مولانا د مزار لیدو ته تللي وو.

فرانزوني له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي غواړي د ټایټانیک فلم لوبغاړی، د اسکار د سږنۍ جایزې ګټونکی لیوناردو دې کاپرییو د مولانا او روبرت دوواني Robert Downey Jr د مولانا د مرشد شمس تبریز رولونه ولوبوي.

د مولانا د رول لپاره د دې کاپرییو احتمالي انتخاب یولړ انتقادونه هم پارولي ځکه د یوشمیر کتونکو په نظر نوموړی د مولانا د رول لپاره مناسب لوبغاړی نه دی.

که څه هم د مولانا د ژوند په اړه د دې بیوګرافیک فلم طرح تراوسه په مقدماتي پړاوونو کې ده خو پروډیوسران یې هیله من دي چې د شوټنګ چارې به یې په راتلونکي کال کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG