د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په یونېسکو کې د ایران او ترکیې د ګډ فرهنګي میراث په توګه د مثنوي معنوي ثبتول د اندېښنې وړ خبره ده او په دې اړه به په کابل کې د یونېسکو له استازو سره خبرې وکړي.
د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار اسد الله غضنفر د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې مولانا جلال الدین محمد بلخي او د هغه اثار په افغانستان پورې اړوند دي او حکومت به د ایران او ترکیې د دې عمل په وړاندې ودرېږي.
ښاغلي غضنفر زیاته کړه:
"مولانا جلال الدین بلخي د افغانستان یو افتخار دی، د افغانستان بچی دی، په افغانستان کې دنیا ته راغلی، پلار یې په افغانستان کې ژوند کاوو. خو دا چې ځیني هېوادونه کوښښ کوي چې دی او د ده اثار په ځان پورې اړوند وګڼي علمي اشتباه ده. د افغانستان حکومت غواړي چې دا موضوع حل کړي."
مولانا جلال الدین محمد بلخي په ۶۰۴ هجري قمري کال کې په بلخ کې زېږېدلی دی.
پلار یې مولانا محمد بن حسین خطیبي مشهور په بهاالدین د سلطان العلما زوی د بلخ له مشرانو او عارفانو څخه و.
سلطان العما په ۶۱۰ قمري کال کې د چنګیزخان د یرغل پر مهال د وخت د واکمنو د مخالفتونو له امله بلخ پرېښود.
لومړی حج بیا بغداد، مکې، شام او بلاخره قونیې ته ولاړ او تر مرګه همغلته پاتې شو.
مولانا جلال الدین محمد بلخي د مثنوي معنوي لیکل په ۵۰ کلنۍ کې پیل کړل او هغه یې د دین اصول ونومول، دا کتاب د مولانا د عمر د زیاتې برخې لاسته راوړنه ده.
ایران اوس ـ اوس ویلي چې مولانا په قونیه کې خښ شوی او په فارسي ژبه یې شاعري کړې ده نو ځکه ایران او ترکیه دواړه د نړۍ د فرهنګي میراثونو په برخه کې د مثنوي معنوي د ثبتولو په شرطونو پوره دی.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني د پنجشنبې په ورځ په انقره کې د خپل ترکیې سیال سره د لیدنې پر مهال په دې برخه کې معلومات غوښتني دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر یې په اړه بې خبري ښودلې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر اړوندو مسوولینو ته دنده سپارلې چې موضوع تعقیب کړي او د مولانا د زوکړې د ځای په توګه د افغانستان ملاحضه په پام کې ونیسي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د فرهنګي کمېسیون یو شمېرغړي په دې برخه کې په حکومت انتقاد کوي وايي چې پکار ده افغان حکومت جدي غبرګون وښيي.
د افغانستان د ولسي جرګې د فرهنګي کمېسیون یوه غړي عبدالقادر قلاتوال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان د بهرنیو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دا لازمه ده چې په دې اړه غبرګون وښيي او د مستندو اسنادو په وړاندې کولو سره یونېسکو ته دا غوښتنه وړاندې کړي چې د افغانستان د دغه لویې فرهنګي پانګې په برخه کې جفا ونه شي."
افغان لیکوال نجیب الله منلی وايي چې مولانا یو نړیوال شخصیت دی او په یوې ټاکلې جغرافیې پورې نه محدودېږي، خو که د هغه اثار د نړۍ په فرهنګي مېراثونو کې ثبتېږي دا د افغانستان حق دی.
ښاغلي منلي زیاته کړه:
"په ۲۰۰۸میلادي کال کې کله چې یونېسکو د مولانا په ویاړ دغه کال د مولانا کال وباله، په هغه وخت کې مولانا بلخي وبلل شو، یعنې له افغانستان سره ارتباط یې مشخص شو."
افغان فرهنګیان ټینګارکوي چې د دې خبرې د سپیناوي لپاره چې مولانا د افغانستان دی نه د ایران او ترکیې مستند اسناد او شواهد موجود دي.
د دغه فرهنګیانو له ډلې عبدالقادر قلاتوال چې د ولسي جرګې د فرهنګي کمېسیون غړیتوب هم لري وايي چې ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان په فرهنګي میراثونو په څو ځلي نا حقه دعوا کړې ده.
دی وايي، ایران تر دې دمخه افغان سید جمال الدین هم خپل ګڼلو او دا یې هم ویلي چې د حضرت علي مقبره هم په ایران کې ده، هغه دعوایې چې کله هم رېښتینې نه شوې.
راپور: اجمل تورمان