د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

۲۰۲۰ کال کې به توکیو د المپیک لوبو کوربه وي


د برازیل د ریو ډې جینېرو المپیک لوبې په ماراکانه لوبغالي کې له رنګونو ډکو اور لوبو او په جشنونو پای ته ورسېدې او د المپیک بیرغ توکیو ته چې په ۲۰۲۰ میلادي کال به د دغو لوبو کوربه وي، وسپارل شو.

د برازیل د حاره ژمي له باران او سېلۍ سره-سره پرون د دغو مراسمو لیدو ته په لوبغالي کې شاوخوا ۵۰ زره کسان راټول شوي وو.

په دغو مراسمو کې لوبغاړي د رسم ګذشت په بڼه د نندارچیانو له مخې تېر شول او په سمبولیکه بڼه د المپیک بیرغ توکیو ته چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د المپیک د لوبو کوربه وي وسپارل شو.

د المپیک د نړیوالې کمېټې رئیس توماس باخ په رسمي توګه د المپیک د دغو لوبو چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ او د جنوبي امریکا په یوه هېواد کې لومړنۍ لوبې دي، د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

د برازیل المپیک لوبې په جشنونو پای ته ورسېدې
د برازیل المپیک لوبې په جشنونو پای ته ورسېدې

په دغو لوبو کې د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو د یوه ټیم له ۱۱۳۰۰ زیاتو لوبغاړو ګډون کړی وو.

د المپیک نړیوالې کمېټې مشر ښاغلي باخ مخکې له دې چې د المپیک مشعل مړ شي دغه لوبې حیرانونکې وبللې چې د ده په وینا په یوه په زړه پوري ښار کې ترسره شوې.

هغه وویل، په تېرو ۱۶ ورځو کې یو موټي برازیل نړۍ ته نوې انګېزه ورکړه.

ښاغلي باخ زیاته کړه:

"د المپیک دغه لوبې مخ ته نسلونو ته له ځانه یو ځانګړی تاریخ پرېږدي. تاریخ به د ریو ډي جینیرو په اړه د المپیک له لوبو مخکې او وروسته خبرې کوي."

د المپیک ملي کمېټې رئیس له‌خوا د توکیو والي یوریکو کیوکي ته د بیرغ په سپارلو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپیک لوبې توکیو ته ولېږدول شوې.

د جاپان د پلازمېنې په لنډه ننداره کې صدارعظم شینزو ابي د کمپیوټري لوبو د کرکتر سوپر ماریو په جامو کې له یوه شین رنګه پایپ څخه راڅرګند شو چې ګومان کېږي هغه له توکیو ریو ډي جینیرو ته د لنډې لارې په توګه غوره کړې وه.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د ریو ډي جینیرو المپیک لوبو رئیس کارلوس نیوزمن دغه لوبې تاریخې وبللې او توکیو ته‌یې د بریالیتوب هیله وکړه.

ښاغلي نیوزمن زیاته کړه:

"ریو په تاریخ کې ثبت شوه. له تاسو د زړه له کومې مننه کوم او توکیو ته په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د بریالیتوب هیله کوم."

د ریو ډي جینیرو لوبې له کومې ناوړه سترې پېښې پرته ترسره شوې او په دغو لوبو کې یو شمېر پخوانیو اتلانو په خپل ګډون سره نندارچیانو ته نوره هم خوښي او هیجان ورپه برخه کړه خو پر دغو لوبو ځینو ناوړه پېښو لکه د ډوپېنګ په خاطر له دغو لوبو د شاوخوا ۱۲۰ روسي لوبغاړو منع کول خپل سیوری غوړولی وو.

روسیه د دغو لوبو ستره بایلونکې وه چې د امریکا له متحدو ایالتونو، برېټانیا او چین وروسته‌یې د مېډالونو د ګټلو له پلوه څلورم ځای ونیو.

روسیې د سرو زرو ۱۹، د سپینو زرو ۱۸ او د برونزو ۱۹مډالونه چې ټولټال ۶۵ کېږي وګټل، حال دا چې دې هېواد په مخکېنیو د ۲۰۱۲میلادي کال د لندن المپیک په لوبو کې ۸۲ مېډالونه ګټلي و.

امریکا ۱۲۱ مېډالونه وګټل او د لوبو کوربه هېواد برازیل هم دیارلسم ځای خپل کړ.

XS
SM
MD
LG