د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې، له څېړنې وروسته یې د ورزش قانون بیا د بدنې روزنې ریاست ته لېږلی دی.
د دغې کمېټې سرپرست محمد حنیف نن ازادي راډیو ته وویل چې، د کار پر قانون ۱۵ ورځې یوه کمېسیون کار وکړ او د بدنې روزنې ریاست ته یې څلور مخیز وړاندیز وړاندې کړ.
نوموړي زیاته کړه چې، د المپیک ملي کمېټې غوښتنه د بدنې روزنې له ریاست څخه دا ده چې، دسپورت د اوسنیو ستونزو لپاره د حل لار پیدا کړي.
د افغانستان د بدنې روزنې ریاست د لومړي ځل لپاره، د ۱۳۹۵ لمریز کال د سنبلې په۲۴ مه د سپورټ قانون ترتیب کړ.