د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

جنګل باغ: طالبانو د کندز خان اباد کې څو پوستې نیولي


د کندز ولایت امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت ښار او ولسوالۍ له څو خواوو د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلي دي.

د کندز امنیه قوماندان ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د خان اباد ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې څو وستې هم نیولي.

محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډيو ته وویل چې د ملي اردو یو شمېر عسکر په یوه پوسته کې سره راټول شوي او د طالبانو په محاصره کې دي.

د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ
د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ

هغه زیاته کړه:

"څو پوستې لوېدلي دي، دوی ټول، د ملي اردو، پولیس او نور عسکر په یوه ځای کې سره راټول شوي، دلته یوه برخه تر محاصرې لاندې ده او موږ ډېر ژر خپل پروګرامونه تنظیموو."
مخکې له دې هم د امنیتي ځواکونو د یوې اتیا کسیزې ډلې د محاصرې خبر ورکړل شوی و.

په خان اباد کې د محاصره شویو عسکرو یو تن فیاض، پرون د کابل په شمال کې د ازادي راډیو له خبریال سره په تلیفوني اړیکي کې وویل چې دوی هره شیبه د طالبانو ل‌خوا د نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه:

"د خان آباد تر ښاره پورې زموږ ټولو پوستو سقوط کړی او دې خواته په ملرغي کې یوازېنۍ زموږ پوسته پاتې ده، کوماندو او ضربتي شته او جګړه کوي، وړاندې پوستو سقوط وکړ، مرستندوی ځواکونه روارسېدل او له څه جګړې وروسته شا ته شول، څوارلس تنه نور د طالبانو په لومه کې چې ځانونه یې ورته د اردو سرتېري جوړ کړي وو او ورته یې وویل چې راځۍ باسو مو، هماغه وو چې دوی یې ووژل."

د افغان امنیتي ځواکونو دغه عسکر وایي چې له درېیو ورځو راپدیخوا د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

خوراکي توکي نور نه لري او یوازې وچه ډوډۍ خوري.

هغه زیاته کړه:

"له دوو ورځو راپدیخوا یوازې وچه ډوډۍ خورو او تجهیزات هم مخ په ختمېدو دي، ښايي څوک ژوندي او څوک مړه د دښمن لاس ته ولوېږو."

خو د کندز امنیه قوماندان ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه امنیتي تدابیر نیولي دي، تر هغو چې د دوی د ځانونو د ساتلو لپاره عملیات کوي، د هوا له لارې به دوی ته مرسته ورسوي.

دغه راز د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې افغان هوایي ځواکونه په هر ځای کې افغان ځواکونو ته د اکمالاتو د رسولو توان لري.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش

هغه زیاته کړه:

"موږ د دې هڅه لرو چې دوی په سم وخت په اعاشه او اباطه او مهماتو اکمال کړو، زموږ هوایي ځواکونه د دې توان لري چې په هرځای کې زموږ پوستې اکمال کړي."

د کندز ښار پروسږ کال لنډ مهال د طالبانو لاس ته لوېدلی وو.

XS
SM
MD
LG