د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

چارواکي: د کندز خان اباد ولسوالۍ سقوط وکړ


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د خان اباد ولسوالۍ نن سهار له سختې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار څلور بجې په ولسوالۍ باندې له څلور خواوو ډله ییزې حملې وکړې چې په نتیجه کې یې له یادې ولسوالۍ څخه افغان ځواکونه په شاه شول.

ښاغلی امیري زیاتوي چې دا مهال افغان ځواکونه د قلعه جنګي په تپه کې سره راټول شوي او تازه دمي سرتیرو ته په تمه دي.

بل لوری په شمال کې د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیر عزیز کامه وال د خان اباد د ولسوالۍ سقوط تاییدوي او وايي چې تازه دمي ځواکونه ولسوالۍ ته په لاره دي چې په رسېدو سره به د ولسوالۍ د بېرته نیول لپاره عملیات پيل شي.

خان اباد ولسوالي د تېرو ۴ ورځو راهیسي د وسله والو طالبانو له خوا محاصره وه.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د طالبانو له خوا د خان آباد نیول تاییدوي.

XS
SM
MD
LG