د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

دفاع وزارت د هېواد د خپلواکۍ ۹۷ کلیزه ولمانځله


د افغانستان دفاع وزارت د "افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۹۷ کلیزه" نن یاد وزارت کې ولمانځله.

که څه هم له انګرېزانو نه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو نېټې ته دوه ورځې پاتې دي، خو دفاع وزارت او د سردار محمد داود خان د روغتون ډاکټرانو دغه ورځ د سې شنبې په ورځ په کابل کې ولمانځله.

د دفاع وزارت د مسؤلینو په خبره د انګرېزانو نه د افغانستان خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ورځ تر دې مخکې په خورا شاندارو مراسمو سره لمانځل کېده، خو افغانستان اوس د ترورېزم له ګواښ سره مخ دی نو ځکه هغه شان چې لازمه ده له دغې ورځې لمانځنه نه‌کېږي.

د دغه وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ د څانګې یو مسؤل تورن جنرال سید عبدالکریم په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل:

"نن موږ د نړیوال ترورېزم د ورانکاریو سره لاس او ګرېوان یو، نړیوال ترورېزم، او افراط کوونکو د دې موقع په موږ باندې محدوده کړه لکه څه ډول چې دغه پرتمینه ورځ پخوا په خوښیو او شاندارو مراسمو سره لمانځل کېده ونه‌لمانځو."

د ښاغلي کریم په خبره کله چې افغانستان ازادي تر لاسه کړه نو هېواد د تعلیم تر څنګ په بېلا بېلو برخو کې ډېر پرمختګونه وکړل.

۹۷ کاله پخوا د افغانستان پاچا غازي امان‌الله خان په همدغه ورځ یعنې د زمري میاشتې په ۲۸مه نېټه د وخت له بریتانوي حکومته خپلواکي بېرته واخیستله او افغانستان د یو خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت وپېژندل شو.

په همدې حال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ سلاکار او سیاسي څېړونکی استاد حبیب‌الله رفیع وايي، افغانستان لومړنی هېواد و چې د انګرېزانو پر وړاندې يې د خپلواکۍ د اخیستلو غږ پورته کړ.

استاد حبیب الله رفیع
استاد حبیب الله رفیع

هغه زیاته کړه:

"افغانستان لومړنی هېواد و چې له انګرېز نه‌يې ازادي واخیسته او د نړۍ ملتونو ته‌يې لاره هواره کړه چې د ازادي لپاره مبارزه وکړي او بلاخره افغانستان د ازادۍ غوښتونکی او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو مخکښ شو، نو په دې ترتیب دغه ورځ ځانکړی اهمیت لري."

د زمري میاشتې د ۲۸مې نېټې یا د هېواد د خپلواکۍ له ورځې څخه که څه هم د پخوا په شان لمانځنه نه‌کېږي خو هېره شوې هم نه‌ده او په یو ډول نه یو ډول د حکومت او خلکو له‌خوا د دغې ورځې او د افغانستان د خلکو د مېړانې او خپلواکۍ غوښتونکو کارنامو لمانځنه شوې ده.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG