د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ یوه تاریخي ورځ


نن چهارشنبه د زمري اته ویشتمه چې د افغانستان د خپلواکۍ له شپږ نویمې کلیزې سره برابره ده.

له ننه شپږنوي کاله وړاندې د افغانستان پاچا غازي امان الله خان د وخت له بریتانوي حکومته خپلواکي بېرته واخیستله او د یوه خپلواکه هېوادو په توګه په رسیمت وپيژندل شو.

ډېری افغانان له حکومته غواړي چې د هېواد د خپلواکۍ ورځ دې په شاندارو مراسمو سره ونمانځي.

ازادي او خپلواکي ترټولو ښایسته او له ارزښته ډکه کلیمه ده چې ټول انسانان او ژوندي مخلوقات ورته اړتیا لري.

د افغانستان د وخت پاچا امان الله غازي له ننه شپږ نوي کاله وړاندې له بریتانیا څخه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه او افغانانو ته یې نوې هیله ور وبخښله.

افغان تاریخ لیکونکی حبیب الله رفیع د زمري اتویشتمه د افغانستان په تاریخ کې یوه زرینه او برخلیک ټاکوونکې ورځ بولي.

ښاغلي رفیع ټینګار کوي چې د خپلواکي د ساتلو لپاره باید نوی افغان نسل له علم سربېره د هېواد دوستي په ورحیه وروزل شي:

((اوس پکار ده چې موږ په دښمن ونه غولیږو، موږ خپل ځوانان د هېواد پالنې په روحیه وروزو او د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره هوښیار او بېدار اووسو، لویه لاره یې دا ده چې باید موږ علم عام کړو، نوی نسل په علم سبمال کړو او د علم له لارې موږ خپل هېواد وساتو او خپل هېواد اباد کړو.))

شاه امان الله خان غازي د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ سره برابره ده.

د افغانانو په پراخ ملاتړ او همکاري له برېتانیا سره له سختې جګړې وروسته د افغانستان ازادي اعلان کړه.

په تاریخ کې راغلي چې افغانانو په ډېر زیار او قربانیو سره له انګریزانو څخه خپلواکي ترلاسه کړه ده.

د افغانستان په علومو اکاډمي کې د تاریخ د څانګې غړی سر محقق عبدالصابرجنبش په دې باور ده چې افغانانو ازادي په زیات زیار او هڅو سره ترلاسه کړې ده او ټینګو ساتلو ته اړتیا لري:

((ازادي مفته نه ده راغلې، هیچا هم دا موږ ته نه ده بخښلې، بلکې زموږ د پلارونو اونیکو په وینه ګټل شوې ده، که چېرې موږ یووالی ونه لرو دا چې نفوس مو اوس دیرش میلیونه ده، که درې سوه زره میلیونه هم شي، موږ به ونه شوکړای چې له خپلواکي څخه دفاع وکړو.))

د افغانستان پخوانیو حکومتونو د زمري اتویشمته یا د هېواد د خپلواکي ورځ په خورا شاندارو او ځانګړیو مراسمو سره نمانځله.

خو وروسته له هغې چې په ۱۳۸۷ کال کې د مجاهدینو د بري ورځ یا د غوايي په اومې د کابل په غازي سټیډیوم کې د جشن په مراسمو د وسله والو له لوري حمله وشوه، حکومت د ملي ورځو نمانځل او جشنونه رامحدود کړل.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی قادرځاځی وايي حکومت او خلک باید د وسله والو مخالفانو له ګواښونو ونه ویریږي او ملي ورځې شپه پرتمینو مراسمو سره ونمانځي:

۳: (( په حکومت او مسوولینو غږ کوم، خپل کلتور او دا ازادي چې موږ په سرښندنه ترلاسه کړې ده، د دې ورځې نمانځنه باید په ډېرشان او شوکت سره وکړي، همدا رنګه په ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه ځوانانو باندې غږ کوم، دا ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځي، هیڅکله هم باید د دښمن له ګواښونو څخه ونه ډار شي.))

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تېرکال د افغانستان د خپلواکي ورځ په محدودو او مختصرو مراسمو سره د دفاع وزارت په انګړکې ونمانځل شوه.

د غازي امان الله خان لوري شاه دخت اندیا وايي چې د افغانستان تاریخ به هیڅکله هم د امان الله خان خدمتونه هیر نه کړي:

((زما قدرمن پلار شاه امان الله غازي د افغانستان د تاریخ زرین مشال دی.))

شاه دخت اندیا وايي، شاه امان الله غازي به تل افغانانو ته سپارښتنه کوله چې قلم په لاس کې واخلي او علم وکړي، ځکه چې بې سواده هېواد هیڅکله هم ازاد نه پاتي کیږي او نه هم پرمختګ کولای شي.

داسې باورشته چې د افغانستان لپاره د غازي امان الله خدمتونه په ځانګړې توګه د دیموکراسي او د ښځو د حقونو په برخه کې د قدر وړ دي چې باید وساتل شي.

خلک ټینګارکوي هرڅومره چې کیږي افغانان باید له خپلې هېواد، خلکو او خپلواکۍ سره مینه ولري او دا هڅې باید لاپسې پیاوړې شي، د کابل ښار یو تن اوسېدونکی عبدالروف وايي:

((له هېواد سره مینه له ایمان سره مینه او له ازادۍ سره مینه دا یو ډېر لوی نعمت دی، له بدمرغه دغه سترنعمت روانو جګړو د افغانانو په زړونو وڅپه.))

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ملي وحدت حکومت په بېلابېلو مراسمو سره د خپلواکي ورځ ونمانځله.

همدارنګه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو شپږنویمه کلیزه په داسې حال کې نمانځل کیږي چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان حکومت او سله والومخالفانو ترمنځ جګړې روانې دي.

په ورته وخت کې د کابل د ګارنیزیون قوماندان عبدالرحمن رحمن هیله څرګندوني چې په افغانستان کې به د خپلواکي ورځ په ښه توګه او د امن په فضا کې ونمانځي:

۶: ((زموږ تمه دا ده چې د ملي ورځو نمانځلو مراسم په ښه توګه ترسره شي هیله ده چې موږ خپلې دندې په لازمه توګه اجرا کړو او له خلکو هم غواړو چې د تل په څیر له موږ سره همکاري وکړي.))

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د افغانستان د ازادي ورځې د نمانځ غونډو لپاره یې په ټول هېواد کې ځانګړي او کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

ویل کیږي چې دا ورځ له کابل سربېره په یو شمېرنور ولایتونو کې هم نمانځل کیږی او په دې اړه خاص تدابیر نیول شوي دي.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG