د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

د افغانستان جګړه ځپلو سیمو کې ناوړه بشري وضعیت ته اندېښنې


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هېواد په هغو سیمو کې بشري وضعیت ته ډېر اندېښمن دی چې په‌کې جګړې روانې دي.

په افغانستان کې په جګړو کې د مخ په زیاتېدونکو ملکي تلفاتو شمېرو ته په پام سره د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دې هېواد په یو شمېر سیمو کې وروستیو جګړو ته ډېره اندېښنه لري.

د دغه کمېسیون یوې غړې ثریا صبحرنګ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، هلمند، کندز او بغلان هغه ولایتونه دي چې په‎کې جګړې روانې دي او بشري ناوړه وضعیت د دې ولایتونو د اوسېدونکو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

هغې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو وغوښتل چې د بشري حقونو قوانین تر پښو لاندې نه‎کړي او ولسي وګړو ته زیان ونه‌رسوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړې ثریا صبحرنګ
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړې ثریا صبحرنګ

اغلې صبحرنګ زیاته کړه:

"هغه مسئله چې موږ یې ډېر اندېښمن کړي یو او تل مو هم د جګړې ښکېلو خواو ته پرې ټینګار کړی، دا دی چې دوی باید د جنګ قوانینو او د ژینو کنوانسینونو ته پام وکړي او ملکي خلک په نښه نه‎کړي. خو په ډېرې خواشینۍ سره د ملکي تلفاتو شمېر په زیاتېدو دی."

په دې وروستیو کې هلمند کې جګړو دومره زور اخیستی چې لښکرګاه محاصره شي او د بشري حقونو وضعیت لاپسې خراب شي.

د لارو د بندېدو له امله په لښکرګاه کې د بُست روغتون ته هم د ناروغانو ورتګ کم شوی دی.

ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د روان کال لومړۍ شپږ میاشتې د ملکي وګړو لپاره خونړۍ میاشتې بللې دي.

هلمند کې جګړو دومره زور اخېستی چې لښکرګاه محاصره شي
هلمند کې جګړو دومره زور اخېستی چې لښکرګاه محاصره شي

د دغو ادارو په وینا په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۱۶۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او له ۳۶۵۰ زیات هم ټپیان شوي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو زیاتوالی په ډاګه کوي.

په عین حال کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او کمولو ګډ بورډ چې د افغانستان د ملي امنیت شورا تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، له ټولو هغو نړیوالو ادارو یا سازمانونو غوښتي چې د افغان ملکي تلفاتو د شمېرو او د خپلو راپورونو د څېړلو لپاره دې د افغانستان امنیتي ارګانونو ته زیات وخت ورکړي چې د دوی موندنې وڅېړي.

دغه بورډ په کابل کې د دوشنبې ورځې په غونډه کې دغه راز د افغان امنیتي ارګانونو او هغو ادارو تر منځ د زیاتې همغږۍ د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه چې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه برابروي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېشنره ثریا صبحرنګ وایي، له افغان امنیتي ارګانونو سره هماهنګي شته خو ټینګار کوي چې هېڅ یو ارګان‌یې په کارونو کې مداخله نه‎شي کولای.

صبحرنګ وایي، له افغان امنیتي ارګانونو سره هماهنګي شته
صبحرنګ وایي، له افغان امنیتي ارګانونو سره هماهنګي شته

اغلې زیاتوي:

"د کمېسیون له نومه دا خبره واضح ده چې دا د بشري حقونو یو خپلواک کمېسیون دی. ځکه خو هر هغه راپور چې برابروو په هېڅ ډول له حکومت سره سلا نه‌کوو چې ایا اجازه لرو چې هغه خپور کړو یایې نه‎کړو. د دې لپاره چې دا زموږ دنده ده، دا زموږ مسؤلیت دی او اساسي قانون دغه حق موږ ته راکړی دی."

د ملکي تلفاتو په اړه په هغو راپورونو کې چې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له‌خوا تر اوسه خپاره شوي، د ملکي تلفاتو د ډېرې برخې مسؤل وسله‎وال طالبان او د دولت نورې مخالفې وسله‌والې ډلې بلل شوي خو د یوې برخې مسؤلیت‌یې هم پر افغان امنیتي ځواکونو او د هغوی پر ملاتړو بهرنیو ځواکونو اچول شوی دی.

م.م: د ملکي تلفاتو د ډېرې برخې مسؤل وسله‎وال طالبان او د دولت نورې مخالفې وسله والې ډلې بلل شوي
م.م: د ملکي تلفاتو د ډېرې برخې مسؤل وسله‎وال طالبان او د دولت نورې مخالفې وسله والې ډلې بلل شوي

د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو ملکي تلفاتو شمېرو ته په پام سره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وروستیو جګړو ته ډېره اندېښنه لري او یو ځل بیا په کلکه له افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو مخالفو ډلو غواړي چې ډېر پام ولسي خلکو ته واړوي چې په جګړو کې ورته زیان ونه‌رسېږي.

XS
SM
MD
LG