د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

په تيرو۹میاشتو کې په ختیځ کې څه باندې ۱۶۰۰ ملکیان مړه او ژوبل شوي


په ختیځ ولایتونه کېپه تيرو۹میاشتو کې څه باندې ۱۶۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه خبرې په ختیځه سیمه کې د بشرحقونو د دفترمسولې صبرینا حميدې د بشرحقونو نړېوالې ورځې او د قربانيانو د ملي ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وکړې.

نوموړي وویل، په ختیځو ولایتونو کې د بشر حقونه په څو برخو کې نقذ کیږي، چې مهم يې د جګړې پرمهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله، پر مقدسو ځایونو حملې، د هسکې مينې په ولسوالۍ کې د ښوونځیو تړل، په یوشمېرسیموکې د واکسینو پروګرام نه تطبیق او ځينې پيښې بیا د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي دي، چې دوی سره ثبت شوي.

صبرينا حميدي د ملکي تلفاتو په اړه وویل، چې په ختیځه سیمه کې په تیرو نهو میاشتو کې څه باندې شپاړلس سوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، زیاته برخه د دولت وسله والو مخالفينو په بریدو کې قرباني شوي:

"۹۳ کال په نهومیاشتو کې شپاړلس سوه شپږ تنه د ملکي تلفاتو مرګ ژوبله لرو، چې په دې کې څلورسوه یو تن وژل شوي او یو زرو يوسلو پنخلس تنه نور ټپيان لرو، کوم راپورچې ترتیب شوی په دې کې جیګ ګراف د وسله والو مخالفینو لخوا دی."

نوموړې وايي، په دې موده کې د ختیځې سیمې په کچه یوسلو نوي د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پيښې دوی سره ثبت شوي.

بل خوا د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګرديوال په یاده غونډه کې دا ومنله، چې په دې ولایت کې په بشپړه توګه وګړو ته حقونه نه دي ورکړل شوي او ځيني ستونزې لاشته، چې باید ورته کار وشي:

"سره له دې، چې تولو هغه ادارې،چې په دې برخه کې کار کوي، کاربه يي کړی وي، ولې ما، چې مخکې وویل، مشکلات زیات دي د خلکو د حقونو ترلاسه کیدو په خاطر، چې څومره لازم دی داسې کار نه دی شوی."

په ننګرهار کې د بشرحقونو نړېواله ورځ داسې مهال نمانځل کیږي،چې د ننګرهار د امنيتي چارواکو په خبره دوه ورځې وړاندې د ننګرهار د هسکې مينې ولسوالۍ د ګورګرۍ په قریه کې وسله والو څلور تنه دولت ته د جاسوسۍ په تور ووژل او د هغوی د جنازې د نه کیدو خبرداری يې ورکړی و.

ننګرهار – شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG