د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ټایم مجله: افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو عوامل څه دي؟


په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره، په جګړه کې ملکي تلفات د زیاتېدو په حال کې دي.

د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږترلږه ۱۵۰۰ ملکي افغانان په جګړه کې وژل شوي دي.

په کابل کې وروستۍ چاودنې چې د بهرنیو قراردادیانو یو مرکز یې هدف و، یو وار بیا په دې جګړو ځپلي هېواد کې د روان بحران مختلفو اړخونو ته د خلکو پام اړولی دی.

په کابل کې پر نارټ ګیټ هوټل وروستۍ چاودنه دومره زوروره وه چې په سیمه کې یې یو لوی کډی جوړ او د ښار په زیاتوبرخو کې یې د برېښنا جریان پرې کړ.

کابل کې پر نارټ ګیټ هوټل وروستۍ چاودنه ډېره زوروره وه
کابل کې پر نارټ ګیټ هوټل وروستۍ چاودنه ډېره زوروره وه

تردې څو ورځې وړاندې په کابل کې د هزاره ګانو په مظاهره کې انتحاري حمله وشوه چې د نړیوالو خبري اژانسونو په حواله، تر ۸۰ تنو زیات په کې ووژل او ګڼ شمېر نور زخیمان شوو.

افغان چارواکو د تلفاتو شمېر تردې کم ښودلی دی.

د دې حملو مسولیت د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش واخیست.

د امریکا چاپ ټایم مجلې د افغانستان د امنیتي وضعیت پر مختلفو اړخونو د پوهېدو لپاره ځیني مهم ټکي، په دې ترتیب راخیستي دي:

لومړی: وسله والو طالبانو زیاتې سیمې نیولې او ملکي تلفات د زیاتېدوي په حال کې دي.

په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو سره زیات بهرني عسکر له دې هېواده ووتل.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د پوځي عملیاتو مسولیت افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شو.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو د لوی څارونکي دفتر "سیګار" په تازه رپوټ کې ویل شوي چې د افغان عسکرو او پولیسو تیښته او په جګړه کې د تلفاتو زیاتوالي د دې هېواد د امنیتي او د فاعي ځواکونو محاربوي طاقت او ظرفیت له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

https://www.sigar.mil/pdf/quarterlyreports/2016-07-30qr.pdf

د سیګار په رپوټ کې راغلی:

"د افغانستان وضعیت وسله والو طالبانو ته د نفوذ د پراختیا زمینه برابره کړې ده، د بېلګې په ډول، تېر کال د جدي په میاشت کې د افغانستان د خاورې ۷۰ فیصده برخه د امنیتي ځواکونو ترلاس لاندې وه خوتر دوبي لږترلږه نهه فیصده ولسوالۍ په بشپړ ډول یا تر ډیره حده د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې ا و د ولسوالیو څلرمه برخه تر خطر لاندې ګڼل کېږي. "

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، لږترلږه ۵۱۰۰ تنه ملکي وګړي په وروستیو شپږو میاشتو کې وژل شوي یا يې په جګړه کې د بدن غړي پرې شوې دي.

http://www.un.org/apps/news/story.asp?NewsID=54543#.V6Gx24N97IV

دوهم: په افغانستان کې د امنیت خرابېدو، امریکا په دې هېواد کې پرخپل پوځي ماموریت غور ته مجبوره کړه.

امریکا په افغانستان کې امنیت ته په پام، څو اوونۍ وړاندې پریکړه وکړه چې لږترلږه ۸۴۰۰ عسکر هلته پرېږدي.

ولسمشر اوباما په خپله کړنلاره کې د دې بدلون د اعلان پرمهال وویل:

"د وسله والو طالبانو شتوالی هلته لوی ګواښ دی."

خو دا امریکايي عسکر په پوځي عملیاتو کې ګډون نکوي.

هغوی به یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، هغوی ته د مشورې ورکولو او د تروریزم ضد عملیاتو د ملاتړ لپاره پاتې کېږي.

دریم: د کابل په دهمزنګ سیمه کې په وروستۍ مظاهره کې چې زیاتو هزاره ګانو ګډون په کې درلود، خونړیو حملو په دې هېواد کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش د فعالیت په اړه نوې پوښتنې پیدا کړې دی.

په دهمزنګ کې د وروستیو حملو مسولیت داعش واخیست.

افغان امنیتي چارواکي په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه ضد او نقیض نظر لري.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان نیکولسن ویلي:

"داعش دلته هم پداسې ظلمونو او تشدد لاس پورې کړی، لکه د نړۍ په نوروسیمو کې چې يې ترسره کوي، داعش په افغانستان کې هم بې ګناه انسانان قتلوي او پرضد یې له بې ساري تشدده کاراخلي."

خو جنرال جان نیکولسن ویلي، دا چې داعش په افغانستان، جرمني، فرانسه یا نورو سیمو کې د خونړیو حملو مسولیت اخلي، د دې معنی نه لري چې د داعش نفوذ پراخ شوی بلکې د جنرال نیکولسن په وینا، د داعش د واکمنۍ کړۍ د تنګېدو په حال کې ده.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو دې قوماندان ټینګار کړی چې په دې هېواد کې د پوځي عملیاتو تمرکز لاهم پر وسله والو طالبانو دی چې هیبت الله اخوندزاده یې مشري کوي.

د ټایم مجلې بشپړرپوټ: http://time.com/4434668/afghanistan-security-challenge-taliban-isis/

XS
SM
MD
LG