د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

رحیمي: کابل کې پر "نارتګېت" شرکت حمله کې یو پولیس وژل شوی


د کابل امنیتي چارواکي وايي چې د پلچرخي په سیمه کې د تېرې شپې له موټر بم چادونې وروسته جګړه د دوو حمله کوونکو په وژل کېدو سره نن سهار پای ته ورسېده.

یاد چارواکي وایي، د نهمې امنیتي حوزې اړوند د پلچرخي په سیمه کې د دوشنبې د شپې حملې له امله یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوې دي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د دوشنبې په ورځ د پېښې په سېمه کې خبریالانو ته وویل چې چادنه د باو وړنکي موټر بم په وسیله شوې او وورسته دوو تنو حمله کړې ده.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي
د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي

هغه زیاته کړه:

"یوه بار وړونکي موټر د شپې یوه بجه او دیرش دقیقې د نارټ ګیټ شرکت له دېوال سره ځان وجنګاو او ورپسې دوو حمله کوونکو چې غوښتل یې ننوځي پولیسو یې مخه ونیوله چې له امله یې یو پولیس و وژل شو او درې ټپیان شول د پولیسو په ځوابي حمله کې دواړه حمله کوونکي له منځه ولاړل."

ښاغلي رحیمي زیاتوي چې د چاودنې او حملې هدف بهرنی شرکت نارټ ګیټ و چې بهرنیانو ته په کې تلفات نه دي اوښتي.

چادونه او حمله د دوشنبې شپه یوه نیمه بجه د څرخې پله د سړک نو په سیمه کې شوې چې سهار د دوو حمله کوونکو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

دا په تېرو لسو ورځو کې په کابل ښار کې څلورمه حمله ده چې کیږي تر ټولو خونړۍ حمله د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ کې د روښاني غورځنګ په مظاهره کې وشوه چې ۶۶ کسان یې ووژل او ۳۰۵ نور یې ټپیان کړل.

د همزنګ حمله کې لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول
د همزنګ حمله کې لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول

پاتې دوه نورې چاودنې یوه د خیر خانې په مېنه او بل هم د میرویس میدان"کوټه سنګي" په سیمه کې وه چې دواړو مرګ ژوبله درلوده.

د کابل د تازه پېښې عیني شاهدان وايي چې چادونه ډېره درنه وه او له امله یې یوشمېر ملکیان هم په کې ټپیان شوي او په سیمه کې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د پېښې درې تنو عیني شاهدانو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

۱": محمد حکیم یم د یوې زوره ورې چاودنې غږ مې واورېده په سر مې درد شو هر څه را نه پاتې شول پښې لوڅی راووتم په پېښه کې موږ درې تنه ټپیان شوو.

۲: نوم مې محمد ظریف دی یوه ډېره خطرناکه چاودنه وه ملکیانو ته یې زیات تلفات رسولي دي

۳: عبدلاسمیع یم کله چې چاودنه وشوه په ځاه پوهه نه شوم پورته یې چت ته جګ کړم یواځې لاس مې ژوبل شو، خدای ټول بچ کړو."

عیني شاهدان وايي چې د کابل ښار د تېري شپې چاودنه ډېره قوي وه چې غږ یې هم د کابل ښار لیري سیمو کې هم اورېدل شوی
عیني شاهدان وايي چې د کابل ښار د تېري شپې چاودنه ډېره قوي وه چې غږ یې هم د کابل ښار لیري سیمو کې هم اورېدل شوی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې مسئولیت منلی او بهرنیو اتباعو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

په دې وورستیو کې په کابل ښار کې انتحاري حملې او د چسپکي ماین چاودنې په داسې حال کې زیاتې شوې چې تازه د چین هېواد له افغانستان سره د چاودېدونکو موادو د پیژندنې لپاره د کابل څلور دروازو سره د څلور سکنرونو مرسته کړې.

خو لاهم امنیتي چارواکي نه دي توانېدلي چې یاد سکنرونو په ټاکلي ځایونو کې ځای پرځای کړي، څو د دې ډول پېښو له کموالي سره مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG