د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

اندېشه: د نړیوالو لاسلیک شویو کنوانسینونو پلي کېدو کې ستونزې دي


د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان نېږدې ټول نړیوال کنوانسینونه لاسلیک کړي، خو په پلي کېدو کې یې ځینې ستونزې موجودې دي.

دغه وزارت زیاتوي افغانستان هغه نړیوال تړونونه او کنوانسینونه چې لاسلیک کړي د پلي کېدو په حال کې دي او د ځینو هغو چې مادې یې د افغانستان له اساسي قانون او یا له شریعت سره په ټکر کې دي په هغې برخه کې تحفظ موجود دی.

دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د دوشنبې په ورځ "له طرحه کولو تر پلي کېدو، ستونزو او حل لارو پورې د نړیوالو تړونونو د مراحلو بشپړولو" په یو ورځني ورکشاپ کې وکړې.

نصیر احمد اندېشه وايي، حکومت د اساسي قانون له مخې د لاسلیک کړو کنوانسینونو په رعایتولو مکلف دی.

ښاغلي اندېشه زیاته کړه:

"د افغانستان د اساسي قانون په اوومه ماده کې راغلي حکومت په ټولو هغو بین‌الدول معاهدو او د نړیوالو کنوانسینونو په رعایتولو مکلف دی چې لاسلیک کړي یې وي، خو په عمل کې لیدل کږي چې د بهرنیو چارو وزارت د ځینو همکارانو په ګډون په ځینو دولتي ادارو او بنسټونو کې د دغو کنوانسینونو په طراحۍ، د پړاونو په طی کېدو او د هغه په فعاله اجرا کې ونډه نه‌ده اخیستې."

افغانستان دا مهال د امریکا له متحده ایالاتو، بریټانیا، جرمني، فرانسه، فنلنډ، ډنمارک، سویډن، ناروې، چین، هند او عربي متحده اماراتو سره ستراتېژیک او دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې وروستیو دوو کالو کې افغان حکومت د ټاپي پروژې، کاسا زر، ټوټاپ، چابهار په ګډون یو شمېر سیمه‌ییز اقتصادي تړونونه هم لاسلیک کړي چې له اقتصادي اړخه د زیات اهمیت وړ دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، هغه تړونونه چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري ولسي جرګې ته د تصویب لپاره لېږل کېږي د غلطو کلېماتو په کارولو سره بېلابېلې ستونزې لري.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی داوود کلکاني
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی داوود کلکاني

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړي داوود کلکاني په همدغه غونډه کې وویل:

"له بده‎مرغه هغه موافقتنامې چې ولسي جرګې ته راځي، مناسبې کلمې پر خپل ځای او اساساتو سره مطابق نه استعمالېږي، یا د ژباړونکو له‌خوا غلط ژباړل کېږي او خپله په موافقتنامو کې غلط استعمالېږي او یا ځیني نورې ستونزې لري."

ښاغلی کلکاني زیاتوي، ځیني داسې تړونونه هم شته چې افغان حکومت لاسلیک کړي، خو د بهرنیو چارو وزارت ولسي جرګې ته په خپل وخت د تصویب لپاره نه‌دي استولي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي هڅې روانې دي چې د ظرفیتونو په لوړولو سره په یاده برخه کې ټولو ستونزو ته حل لارې ومومي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG