د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

شاکر: طالبانو د لښکرګاه پر ښار کړۍ راتنګه کړې


افغان چارواکي وايي، هلمند ولایت ته‌یې د طالبانو د پرمختګ مخنیوي لپاره اضافي ځواکونه استولي دي.

راپورونه وايي، طالبانو د لښکرګاه ښار ته څېرمه سیمو کې بریدونو ته زور ورکړی او دې ښار ته تللې لویې لارې یې تړلې دي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، له څو اوونیو سختو جګړو وروسته طالبانو د لښکرګاه ښار په بشپړه توګه محاصره کړی دی.

د هلمند د ولایتي شورا بل غړي او د دې شورا د امنیت برخې مسؤل شیر احمد شاکر هم د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې اضافي افغان ځواکونه سیمې ته رسېدلي، خو طالبانو د لښکرګاه پر ښار کړۍ راتنګه کړې ده.

ښاغلي شاکر وویل، دا مهال لښکرګاه ښار په محاصره کې دی او په ښار کې یې د خوراکي موادو د کمېدو اندېښنې زیاتې کړي دي.

ښاغلی شاکر چې د چاه انجیر سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی و ازادي راډیو ته وویل، دغلته طالبانو ګڼې سیمې په ماینونو پوښلي چې د دولتي ځواکونو د پرمختګ مخه‌یې ډب کړې ده.

د نادعلي پر چاه انجیر سربېره، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په مارجې او ناوې ولسوالۍ ځینو سیمو کې هم پر دولتي پوستو د طالبانو بریدونه تائید کړل.

عمر ځواک په مارجې او د ناوې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې هم پر دولتي پوستو د طالبانو بریدونه تایید کړل.
عمر ځواک په مارجې او د ناوې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې هم پر دولتي پوستو د طالبانو بریدونه تایید کړل.

د ناوې په اړه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې دغلته د ولسوالۍ د ودانۍ او امنیې قومندانۍ شاوخوا سیمو کې تېر ماسخوتن د حکومتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې وې.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې طالبانو د ناوې ولسوالۍ ودانۍ نیولې خو د هلمند والي ویاند دا راپورونه تائید نه‌کړل.

بل‌خوا په افغانستان کې د بې سرحده ډاکترانو ټولنې رئیس ګویلم مولېني "Guillem Molinie" ویلي په لښکرګاه کې یې خپل نړیوال کارکوونکي کم کړي دي او دا مهال دغلته په خپل روغتون کې یوازې لومړني بېړني او جراحي خدمات وړاندې کوي.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې رئیس ګویلم مولیني
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې رئیس ګویلم مولیني

دا نړیواله روغتیايي اداره په لښکرګاه کې درې سوه بستریز روغتون لري چې عموماً له پنځه ویشت نړیوالو کارکوونکو سره کار کوي.

مولېني نه‌دي ویلي چې د دې کارکوونکو څومره شمېر یې له لښکرګاه وتلي دي.

د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې دې مشر ویلي چې ښاري سیمې ته د جګړې د نېږدې کېدو په اړه اندېښنه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی پوهېږي چې هلمند ته ګواښ پېښ دی او له همدې کبله مرکزي حکومت هلمند ته جدي پاملرنه اړولې.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال دا مهال هلمند کې دي.

صدیقي ویلي، دا د هلمند د امنیتي شورا د رئیس له هغې ادعا خبر دی چې وايي، د دې ولایت په سلو کې اتیا برخه د طالبانو په ولکه کې ده، خو نوموړی دا ارزونه نه تائیدوي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي هلمند ته اضافي ځواکونه استول شوي.

نوموړي ویلي، په هلمند کې جګړه روانه ده خو زموږ ځواکونه هڅه کوي چې د طالبانو تهاجمي بریدونه په شا وتنبوي.

XS
SM
MD
LG