د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د هلمند په روانې جګړې د نیویارک ټایمز تبصره


نیویارک ټایمز:

امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هلمند کې روانو جګړو ته پام اړولی او په یوه مطلب کې لیکي:

افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې په هلمند کې په وروستیو اونیو کې د وسله والو طالبانو د پراخو حمله مخه ډب کړې او تر ډېره هم د نړیوالو ځواکونو په هوايي ملاتړ تکېه کوي.

د ورځپاڼې په وینا په هغه ولایت کې چې وسله والو طالبانو یې ځان مرکز لښکرګاه ته ورنژدې کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

که څه هم افغان او امریکایي چارواکي ټینګار کوي چې دوی به پرینږدي چې یو بل ښار هم سقوط وکړي خو هغو اندیښنو ته په پام سره چې د کابل د حکومت د سیاسي اختلافاتو او هم د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر سر راپورته شوي، د دې ولایت اوسیدونکي او چارواکې داسې انګیري چې لښکرګاه عملاٌ محاصره دی.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:

هغه اساسي لاره چې لښګرګاه له نورو سیمو سره نښلوي او بله هغه لویه لاره چې د سیمي اقتصادي او پوځي مرکز کندهار ته غځېدلې، په وروستیو ورځو کې په کراتو کراتو طالبانو د څو پلونو په الوزولو سره بندې کړې دي.

د ورځپاڼې په وینا خلک د تګ راتګ لپاره نورو خامو لارو ته اړ شوي چې هغه هم د طالبانو د تلاشۍ له پوستو تیریږي.

په لښکرګاه کې دیره د سوداګرۍ ډیرۍ کاروباریان او د غیر دولتي سازمانونو کارکوونکې چې هڅه کوي له دې ښاره ووځي، د لارو بندېدو یې هم دغه کار ستونزمن کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه وسله والو طالبانو چې له څو میاشتو راهیسې یې لښکرګاه ته نژدې د باباجي سیمه نیولې په وروستیو اونیو کې یې پر نادعلي ولسوالۍ هم حملې ډیرې کړي، د هغې ولسوالۍ چې لښګرګاه ورڅخه څه باندې لس کېلومتره لېرې ده.

د احمد شیرزاد په نوم د لښکرګاه یوه اوسیدونکي نیویارک ټایمز ته ویلي چې خلک له جګړه ځپلو سیمو لښکرګاه ته راځي که طالبان لښکرګاه ونیسي څه به پېښیږي؟

شیرزاد وایي، موږ له اوږدې مودې راهیسې د جګړو شاهد یو نور له دغه ژونده بې زاره یو، ډېر به خوشحاله یو چې که طالبان یا ناټو مو په وژلو سره د سختۍ له دغه ژونده خلاص کړي.

انډیډېپنډنټ:

اسټرالیایي انډیډېپنډنټ ورځپاڼې په کابل کې د یوه امریکایي او یوه اسټرالیایي د یرغمل کېدو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې دغه بهرنیان چې په کابل کې یې له امریکایي پوهنتون سره کار کاوه، خپل استوګن ځای ته په لاره وسله والو کسانو وتښتول.

د ورځپاڼې په وینا افغانستان چې د وسله والو طالبانو له شخړو سره مخامخ دی په دې وروستیو کې په کې یو شمېر بهرنیان یرغمل شوي دي.

ورځپاڼه د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزرات له قوله لیکي چې په یوه بیان کې يې ویلي، موږ استرالیایانو ته سپارښتنه کوو چې افغانستان ته ولاړ نه شي ځکه هلته امنیتي وضعیت ډېر خطرناک دی.

XS
SM
MD
LG