د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

اتل: وسله والو طالبانو لښکرګاه په بشپړه توګه محاصره کړې


د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل
د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل

په داسې حال کې چې افغان امنیتي چارواکي وایي، په هلمند کې د وسله والو طالبانو د حملو د په شاه تمبولو لپاره هلته کافي ځواکونه شته او نوي ځواکونه هم لښکرګاه ته استول شوي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل وایي، وسله والو طالبانو لښکرګاه په بشپړه توګه محصاره کړې ده.

اتل وویل، د پوځ او پولیسو جزوتامونه د لښکرګاه د امنیت د ټینګښت لپاره له لېرې پرتو پوستو بېرته ښار ته راګرځول شوي دي.

هغه زیاته کړه، نوي ځواکونه هم ښارته ور رسېدلي دي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس وویل، د جګړو له امله لښکرګاه ته ټولې غځېدلې لویې لارې تړل شوي چې ورسره په ښار کې د خوراکي او نورو د اړتیا وړ موادو بیې لوړې شوي دي.

هغه او د هلمند یو شمېر نورو چارواکو ویلي چې د دې ولایت په تر اتیا فیصده خاورې طالبان واکمن دي خو د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه ادعا سمه نه بولي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند جنرال چارليس کلیفلېنډ وايي، دې د هغو راپورونو په اړه چې وایي، طالبانو ځان لښکرګاه ته ورنژدې کړی، شک څرګندوي.

هغه اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وویل، په دې ولایت کې دیره پوځي اډو ته تراوسه پورې په ځمکنیو لارو د تیلو اکمالات کیږي.

کلیفلنډ زیاته کړه، موږ تر اوسه په دې نظر یو چې عمومي وضعیت داسې نه دی چې لښکرګاه دې سقوط وکړي.

کلیفلنډ زیاته کړه، موږ تر اوسه په دې نظر یو چې عمومي وضعیت داسې نه دی
کلیفلنډ زیاته کړه، موږ تر اوسه په دې نظر یو چې عمومي وضعیت داسې نه دی

د بې پولي ډاکټرانو ټولنې په لښکرګاه کې د خپلو بهرنیو کارکوونکو شمېر کم کړی او خپل روغتیایي خدمات یې په عاجلو او جراحي خدمتونو پورې محدود کړي دي.

دا خبره د افغانستان لپاره د دې روغتیایي نړیوالې ټولنې استازي ګویلیم مولایني کړې ده.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه MSF په لښکرګاه کې یو درې سوه بستریز روغتون لري چې د سیمه ییزو روغتیایي کار کوونکو ترڅنګ ۲۵ بهرني کارکوونکي یې چارې مخ ته وړي.

مولایني ونه ویل چې څو تنه بهرني کارکوونکي یې له لښکرګاه ایستلي دي.

د بې پولي ډاکټرانو ټولنې په لښکرګاه کې د خپلو بهرنیو کارکوونکو شمېر کم کړی
د بې پولي ډاکټرانو ټولنې په لښکرګاه کې د خپلو بهرنیو کارکوونکو شمېر کم کړی

د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې استازي وویل، په دې وروستیو کې لږ خلک روغتون ته د درملنې لپاره ورځي ځکه لښکرګاه ته د شاوخوا ولسوالیو غځېدلې لارې تړلې دي.

ښاغلي مولایني وویل، ډېرهغه ناروغان چې عاجلې درملنې ته اړتیا نه لري نه غواړي په روغتون کې ډېر پاتې شي ځکه له دې ویره لري چې لښکرګاه د طالبانو لاس ته ونه لویږي.

هغه وویل، موږ په ګڼ میشتو سیمو کې جګړو ته اندیښمن یو ځکه جګړه د ښارمرکز ته نژدې کیږي.

د کورنیو چارو وزرات ویاند صدیق صدیقي وايي، دې ته په پام سره چې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال او د پوځ د لوی درستیز د مرستیال په ګډون یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په لښکرګاه کې دي، دا د دې ښکارندويي کوي چې حکومت د هلمند امنیتي وضعیت په جدي توګه څاري.

هغه زیاته کړه، په اوس وخت کې زموږ ټول تمرکز په دې چې هلته ګواښ جدي دی.

XS
SM
MD
LG