د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

د هلمند د ناوې جګړه د لښکرګاه تر پولو ورسېده


د ناوې ولسوال ته نږدې ځینې سرچینې وايي چې د ولسوالۍ د مرکز پرته ټولې سیمي د وسله والو په ولکه کې دي، خو د هلمند والي حیات الله حیات خلکوته ډاډ ورکوي چي ډېر ژر به ناوې ته تازه دمي سرتېري واستوي او روانه جګړه به کابو کړي.

دغه جګړه دوې ورځې وړاندې په لمړي ځل د خسراباد په نوم سیمه کي د ناوې او تریخ ناور د سیمي پر ګډ امنیتي کمربند پیل شوه چي لمړی د پیر ګړونج او لیوني په نوم پوستو سقوط وکړ وروسته ګڼي پوستي بېله دې چې د وسله والو سره مقاومت وکړي د وسله والو لاسته ولوېدلې.

د ناوې ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال احمدشاه سالم وايي، که چېري ژر د پاتې سیمو د جګړې لپاره کومکي سرتېري ونه رسیږي ناوه به سقوط وکړي.

د اپه داسې حال کې ده چې د تېرو پنځو ورځو راهسي لښکرګاه ته غځېدلي ټوېي لارې د تګ راتګ پرمخ بندي شوي دي.

په دې اړه له هلمنده د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي راپور واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG