د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

کلېفلنډ: داعش کونړ ته د خپلې بقا لپاره ځي


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت وایي، داعش کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره ځي، نه د جګړه ییزو فعالیتونو لپاره.

د دغه مأموریت ویاند چارلس کلېفلنډ ازادي راډیو ته وویل چې د داعش پر وړاندې د افغان او امریکایي ځواکونو عملیاتو ښه نتیجه ورکړې ده.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت وایي، په ننګرهار کې له ماتې وروسته اوس داعشیان د ژوندي پاتې کېدو په لټه کې دي.

د غوڅ ملاتړ د مأموریت ویاند چارلس کلېفلنډ وایي، په شمالي ولایتونو کې د داعش حضور نه شي تائیدولای، خو زیاتوي چې له ننګرهاره کونړ ته داعشیان د دې لپاره تللي چې ژوندي پاتې شي.

کلېفلنډ د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د داعش پر ضد د افغان او امریکایي ځواکونو مبارزې ښه نتیجه ورکړې او همدغو عملیاتو د داعش مورال اغېزمن کړی دی.

کلفلینډ: د داعش پر ضد د افغان او امریکایي ځواکونو مبارزې ښه نتیجه ورکړې
کلفلینډ: د داعش پر ضد د افغان او امریکایي ځواکونو مبارزې ښه نتیجه ورکړې

هغه زیاته کړه:

"څه چې موږ ګورو هغه دا دي چې د داعش ډېر کسان وژل شوي دي، د قوماندې او لوجستیک ډېر مرکزونه یې ویجاړ شوي دي، په مجموع کې ویلی شو چې د داعش مورال اوس ډېر لوړ نه دی، موږ په کونړ کې یو شمېر داعشیان لیدلي دي، دوی د دې لپاره دغو ځایونو ته تګ یا د تګ هڅه کوي چې ژوندي پاتې شي، موږ فکر نه کوو چې دوی دې له دې زیاته وړتیا ولري."

له دې وړاندې د غور او جوزجان چارواکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دغو ولایتونو کې د داعش حضور تائيد کړی و، خو د غوڅ ملاتړ مأموریت وایي، دوی په یادو ولایتونو کې د داعش حضور نه تائیدوي.

په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې عملیات وروسته له هغې جدي شول چې ولسمشر ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ او امنیتي ځواکونو ته یې د داعش د له منځه وړلو لپاره جدي سپارښتنې وکړې.

په ننګرهار کې د داعش د پټن ځایونو او محکمو له ورانولو وروسته د سې شنبې په شپه د ننګرهار چارواکو دا خبر هم خپور کړ چې په افغانستان کې د داعش مشر حافظ سعید وژل شوی دی.

د غوڅ ملاتړ مأموریت وایي، تر اوسه د حافظ سعید د وژلو شواهد دوی ته نه دي رسېدلي او دفاع وزارت هم وایي، څېړنې روانې دي تر څو معلومه کړي چې د حافظ سعید د مرګ خبر حقیقت لري او که نه؟

XS
SM
MD
LG