د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

یو شمېر شمالي او شمال لوېدیځو ولایتونو کې د داعش د فعالیت نښې


د افغانستان په یو شمېر شمالي او شمال لویدیځو ولایتونو کې د داعش ډلې د فعالیتونو راپورونه ورکړل شوي چې سیمه ییز چارواکي یې هم تر یوه حده پخلی کوي.

که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت په یو شمېر شمالي او شمال لویدیځو ولایتونو کې د داعش ډلې فعالیتونه نه مني خو د غور او جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکې په نوموړو ولایتونو کې د دغه ډلې په نامه د وسله والو فعالیتونو خبر ورکوي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د قاري حکمت په نوم د پخوانیو طالبانو یوه ډله ده چې د داعش په نوم یې د فعالیت اعلان کړی.

غفوري: دوی کله خپل بیرغ بدل کړي او ځان داعش ونوموي
غفوري: دوی کله خپل بیرغ بدل کړي او ځان داعش ونوموي

هغه زیاته کړه:

"یوه ګروپ دی د قاري حکمت په نوم، پخوا یې اعلان کړی و چې داعش سره یو ځای شوی، خو اوس لیدل کېږي چې له طالبانو سره یو ځای شوی په قوش تېپه کې وسله وال فعالیت لري، اصلیت یې طالب دی خو کله خپل بیرغ بدل کړي او ځان داعش ونوموي."د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بیا یوه ورځ مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې له ننګرهار پرته په نورو ولایتونو کې داعش نشته او په ننګرهار کې هم درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې.

بل خو د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې یو څو کسه له دې ځایه ننګرهار ته تللي و چې اوس بېرته راغلي او د داعش ډلې په نامه یې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

ښاغلي خطیبي وايي چې دغو کسانو اوس یو شمېر نور هم له ځان سره یو ځای کړي دي.

خطیبي: یو شمېر کسانو له ننګرهار نه تر راستنېدو وورسته د داعش په نوم فعالیت پیل کړ
خطیبي: یو شمېر کسانو له ننګرهار نه تر راستنېدو وورسته د داعش په نوم فعالیت پیل کړ

هغه وايي:

"پنځه تنه له دې ځایه ننګرهار ته تللي و، کله چې بېرته راستانه شول نو اعلان یې وکړ چې موږ په داعش پورې تړلي یو او تورې جنډې یې خپلې پورته کړي."

که څه هم د یادو ولایتونو ویندویان د داعش ډلې په نامه د یادو وسله والو فعالیتونه کوم جدي امنیتي ګواښ نه ګڼي خو د امنیتي چارو د یو شمېر کارپوهانو په وینا چې دغه ګواښ که په هر کچه وي نو د پراختیا د مخنیوي له امله یې باید په وړاندې اقدام وشي.

د امنیتي چارو کارپوه باري عارض هم په دې نظر دی چې د افغانستان په شمالي او شمال لویدیځو ولایتونو کې هم داعشیان پخواني طالبان دي.

خو ښاغلی عارض خبرداری ورکوي چې دغه ډله د پراختیا په حال کې ده:

"غالباً هغه طالبان دي چې سپین بیرغ یې پرېښی او تور بیرغ یې راخیستی، په هر صورت داعش په افغانستان کې یوه داسې پدیده ده چې ورځ تر بلې یې ګنګوسې ډېرېږي او د پراختیا په حال کې ده."

په دې ورستیو کې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې په وړاندې پراخ عملیات وشول چې د دولتي ارقامو له مخې په سلګونه داعشیان په کې ووژل شول.

په دې وروستیو کې ننګرهار کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره پراخ عملیات تر سره شول
په دې وروستیو کې ننګرهار کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره پراخ عملیات تر سره شول

د یادونې ده چې په ننګرهار کې هم داعش ډلې لومړی خپل فعالیتونه کرار ـ کرار خو ورستي حد ته یې ورسول چې د یاد ولایت یو شمېر ولسوالۍ یې نا امنه او د خلکو په وژلو یې لاس پورې کړ.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG