د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

ملي ارمان: د داعش پښه جوزجان ته هم ورسېده


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د وړمې شپې حملې او د داعش موجوده ګواښ ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې پر نارت ګیټ برید او څو پوښتنې.

په سرمقاله کې راغلي، د وړمې شپې حمله چې د یوه بار وړونکي موټر په وسیله وشوه، دومره درنه وه چې د کابل نږدې ټول اوسیدونکي یې له خوبه را پاڅول او دا حمله د شاشهید د تېر کال حملې ته ورته وه.

د سرمقالې لیکوال ویلي، اساسي پوښتنه داده چې له چاودیدونکو موادو ډکه لارۍ څنګه دغې سیمې ته ورسېده، لیکوال ویلي، یا دغه لارۍ د کابل له دروازو ښار ته را دننه شوې او یا هم په ښار کې دننه ډکه شوې ده.

د سرنوشت د سرمقالې په پای کې راغلي چې طالبان څنګه دې ته زړه ښه کوي چې د پنځه میلیونه وګړو په ښار کې داسې درنه چاودنه وکړي، ځکه داسې حملې د عامو خلکو ترمنځ ویره خوروي او سوداګرو او عامو خلکو ته یې زیان ډیر وي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم په خپلې سرمقاله کې د کابل د وړمې شپې حملې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې د حملې له سیمې څخه تر دوه کیلو مترۍ پورې عام خلک زیانمن شوي.

په سرمقاله کې راغلي، افغانستان په داسې لویه نړیواله لوبه کې را ګیر دی چې د طالب له وسې پورته ده او که حکومت د دغې لوبې ابعاد درک نه کړي، له ولس سره به لویه جفا وي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، افغانستان له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د جګړې په اور کې سوځي، تل حکومت د وسله والو مخالفینو د نیولو او وژلو هڅه کوي، خو د سرمقاله لیکونکي په باور، دې کار تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې او باید په نویو لارو چارو غور وشي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د داعش ګواښ ته په اشارې لیکلي چې د داعش پښه جوزجان ته هم ورسیده.

په مطلب کې د جوزجان د والي په حواله لیکل شوي چې په دغه ولایت کې د داعش جګړه دوه پاکستاني جنرالان رهبري کوي او پخواني طالبان اوس له داعش سره یوځای شوي دي.

په مطلب کې د جوزجان د ولایتي شورا غړو اندېښنه ښودلې چې داعش په دغه ولایت کې د نطفې جوړولو په حال کې دی او که یې له منځه وړلو ته اقدامات ونه شي، جوزجان به هم د ننګرهار په څیر د داعش له جدي ګواښ سره مخ شي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا د داعش په اړه په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د قوماندان جنرال جان نیکولسن خبرې را اخېستي چې ویلې یې دي، په افغانستان کې جنګیدونکي اویا فیصده داعشیان، پخواني پاکستاني طالبان دي.

په مطلب کې راغلي، دغه پاکستاني طالبان وروسته له هغې له داعش سره یوځای شوي چې په پاکستان کې د دوی پر ضد د ضرب عضب عملیات پيل شول او دوی افغانستان ته را واوښتل.

XS
SM
MD
LG