د بلخ ولایت اوسېدونکي په مختلفو ولسوالیو کې د مسلکي ښوونکو د نشتون څخه شکایت لري.
د دولت آباد، کلدارې، شورتپې او ګڼ شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکي وايي له دې سره چې ماشومانو ته یې په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه نه ده مساعده شوې، ترڅنګ یې د محلي حکومت د بې پامۍ له امله په خپلو سیمو کې د مسلکي ښوونکو له نشتون سره هم مخ دي.
د بلخ ولایت د مختلفو ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د مسلکي ښوونکو له نشتون څخه شکایت کوي.
دوی وايي چې په تېرو پینځه لسو کلونو کې د بلخ محلي حکومت نه دی توانېدلی ترڅو د دوی ماشومانو ته د ښې زده کړې زمینه برابره کړي.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، له دې سره چې ماشومان یې په مورنۍ ژبه د زده کړو څخه محروم دي، په ښوونځیو کې مسلکي ښوونکي هم نه لري.
اغلباً د چهاربولک، چمتال، دولت آباد، کشنده او زارع ولسوالۍ اوسېدونکي له دې ستونزې سره مخ دي.
د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکی جمشید یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ په ولسوالۍ کې له دې سره چې په کافي توګه د لېسې ښوونځي نشته، بدبختانه زموږ عمده ستونزه د با سواده او مسلکي ښوونکو نشتون دی، اکثراً هغه کسان چې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي دي په ولسوالیو کې په ښوونځیو کې تدریس کوي چې اصلاً د تدریسي میتود سره هم بلد نه دي."
د چهاربولک ولسوالۍ خلک هم له ورته ستونزې سره مخ دي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکی سمیع الله یې په اړه وايي:
"د چهار بولک په ولسوالۍ کې اول دا چې په ډېر ښوونځیو کې په مورنۍ ژبه تدریس نه ترسره کیږي، دویم دا چې عمدتاً هغه کسان د ښوونکي په توګه په دندو ګمارل شوي چې ښه سواد نه لري او د تدریس توانايي هم نه لري دوی غیر مسلکي دي."
په عین وخت کې د بلخ د معارف ریاست چارواکي د یادې ستونزې په منلو سره وايي چې دوی په لرو پرتو سیمو کې د مسلکي ښوونکو له کموالي سره مخ دي.
د بلخ د معارف ریاست مشر عبدالعزیز عزیز وايي له دې سره چې د مسلکي ښوونکو له کموالي سره مخ دي، په ځینو ولسوالیو کې د ښځینه ښوونکو له نشتون سره هم مواجه دي.
ښاغلي عزیز د مسلکي ښوونکو د کموالي په اړوند وویل:
"د بلخ په اکثرو ولسوالیو کې موږ مسلکي ښوونکي نه لرو او همدارنګه د ښځینه ښوونکو له کموالي سره په ولسوالیو کې مخ یو او هڅه کوو ترڅو دا ستونزه حل شي."
د شنونکو په خبره چې په ځینو ولسوالیو کې د امنیت نشتون سبب شوی ترڅو ښځینه او مسلکي ښوونکي هلته دنده ترسره نه کړي او ټولنه یې د ښوونکو له کموالي سره مخ شي.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی