د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

سامع: بلخ کې د کاریګرو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړی دی


په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي په بلخ ولایت کې د کاریګرو ماشومانو وضعیت اندېښنې وړ بولي او حکومت دې ماشومانو ته په بې پامۍ تورونوي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع ازادي راډیو ته ویلي دي چې اکثراً کاریګر ماشومان کورنیو ته د نفقې د پيدا کولو په هدف د زده کړو له حق څخه محرومیږي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون چارواکي په بلخ ولایت کې د کارګرو ماشومانو وضعیت د ستونزو ډک بولي او په دې اړه اندېښنه څرګندوي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع ازادي راډیو ته ویلي دي چې په بلخ د کارګرو ماشومانو وضعیت ناوړه دی او اکثراً دا ماشومان په کورنیو کې د اقتصادي ستونزو له امله په شاقه کارونو لاس پورې کوي.

سامع یې په اړه وویل:

"په بلخ ولایت کې د کاریګرو ماشومانو وضعیت د انېښنې وړ دی، دوی په شاقه کارونو بوخت دي، له دې ماشومانو څخه په ستونزمنو کارونو کې کټه اخستل کیږي او اکثرآ موټر شويي کوي، په مستري خانه کې کار کوي، بوټونه پالش کوي چې تعداد یې ډېر زیات شوی دی."

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر دغه مسئولان وايي چې د مزار شریف په کوڅو او سړکونو کې کار کول سبب شوي چې دا ماشومان د زده کړو له حق څخه محرومه کړي.

سامع وايي کارګرو ماشومانو ته د دولت نه پاملرنه او د کورنیو غړو ته یې کار زمینې نشتون دا ماشومان له ستونزو سره مخ کړي او یوه نامعلومه راتلونکي یې انتظار باسي.

تر دې مخکې په بلخ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم منلې وه چې په دې ولایت د کارګر ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

اویل کېږي چې کثراًٍ دا ماشومان له دې امله چې کورنۍ په بد اقتصادي وضعیت کې اوسېږي او دوی سرپرست نه لري نو مجبوره شوي چې په شاقه کارونو لاس پورې کړي.

معمولاً دا ماشومانو په مزارشریف ښار کې موټر شوئي کوي، کراچۍ لري او د موټرونو په ترمیم ځایونو کې کار کوي.

رفیع او سهیل هغه دوه ماشومان دي چې په مزارشریف کې په واړه عمر کار کوي:

"۱- زما نوم رفیع دی، زه بوټونه پالش کوم د ورځې ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ ګټم، ښوونځي ته نځم ځکه چې کورنۍ کې څوک نه لرم، یواځې زه یم، دوې خویندې او مور مې باید زه کار وکړم."

"۲- زه سهیل یم، هره ورځ دلته راځم موټر شوئي کوم، د ورځې ۲۰۰ افغانۍ ګټم، ښا نو فامیل سره مرسته کوم، پلار مې آشپز دی او زه دلته په موټړ شوئي کې یم."

دا ماشومان شکایت کوي چې فقر او تنګدستي اړ ایستي دي ترڅو له هر ډول خطر او ګواښ سربېره د مزارشریف په ښار او کوڅو کې کار وکړي ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره نفقهپیدا کړي او له همدې وجهې له ښوونځي پاتې شوي دي.

د پوهانو په خبره چې په اکثرو مواردو کې کارګر واړه ماشومان په ټولنه کې د موجوده ناخوالو او بدیو ښکار ګرځي او ترې زور واکي په غیر قانوني او نا مشروع کارونکې کټه پورته کوي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG