د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

افغانستان کې له بې‎ وزلو ماشومانو څخه د ملاتړ ورځ وټاکل شوه


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د روژې د میاشتې پنځلسمه به تر دې وروسته په دغه هېواد کې د بې وزله ماشومانو څخه د ملاتړ د ورځې په نوم لمانځل کېږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وايي د افغان حکومت د کابینې د پرېکړې له مخې به تر دې وروسته، د هرې روژې د میاشتې پنځلسمه نېټه له بې وزله او بې سرپرسته ماشومانو څخه د ملاتړ د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

ښاغلي چخانسوري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو، عدلیې او مالیې وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې بې وزلو ماشومانو ته د مرستې د صندوق جوړولو د قانوني اړخ په اړه په یوه طرحه کار او د کابینې راتلونکې غونډې ته‎یې وړاندې کړي.

چخانسوری: له بې وزله، بې سرپرسته او اغېزمنو ماشومانو سره د مرستې لپاره یو صندوق جوړېږي.
چخانسوری: له بې وزله، بې سرپرسته او اغېزمنو ماشومانو سره د مرستې لپاره یو صندوق جوړېږي.

ښاغلی چخانسوري وايي:

"په کابینه کې په دې اړه بحث وشو او بلاخره تصمیم ونیول شو چې پنځلسمه د روژې به په دې نامه یاده شي، یو صندوق جوړېږي د ملاتړ لپاره د کمک لپاره، د هغه ماشومانو لپاره چې بې وزله دي، بې سرپرسته دي یا اغېزمن دي."

ښاغلی چخانسوري وايي چې په دې اړه د اسلامي سازمان د غړو هيوادونو په وروستۍ غونډه کې چې په ترکیه کې جوړه شوې وه هم خبرې شوې وې چې دغه ورځ باید د ټولو غړو هېوادونو له‎خوا د بې وزله ماشومانو د ملاتړ په توګه ولمانځل شي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د معلوماتو له مخې نن سبا په ټول افغانستان کې درې ميلیونه ماشومان اغېزمن او د بې وزلۍ او خوندي چاپېریال د نه شتون له ستونزو سره مخ دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې ۱۹۱ داسې کورنۍ او بهرنۍ موسسې شته چې د ماشومانو د حقونو او ملاتړ په برخه کې کار کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د حکومت دا اقدام ستایي او د بې وزله ماشومانو د ژوند د وضیعت د ښه کېدلو په برخه کې ورته هیله‎من دی.

سمر: خلک هسې هم د خپلې روژې سرسایه ورکوي، هغه دې په دې صندوق کې واچوي.
سمر: خلک هسې هم د خپلې روژې سرسایه ورکوي، هغه دې په دې صندوق کې واچوي.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم چې یو ډېر ښه پروګرام دی، خلک هسې هم د خپلې روژې سرسایه ورکوي، هغه دې په دې صندوق کې واچوي چې د بې وزلو کورنیو او ماشومانو لپاره یو ګټور ټولنیز کار ترسره کړي."

خو د چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې د بې وزله ماشومانو د لاس نیوي په هدف له کوم حکومتي پروګرام پرته هم خلک د ثواب په هدف په روژه کې دا کار کوي نو حکومت ته لازمه ده چې په دې برخه کې په نورو پراخو پروګرامونو فکر وکړي.

د چارو کارپوه او د اشیانې په نوم د کارګرو ماشومانو د مؤسسې رییس انجنیر محمد یوسف وايي چې حکومت دې د بې وزله ماشومانو د ستونزو د هواري په هدف د یادو ماشومانو د کورنۍ غړو ته کاري زمینې برابرې او هم دې په ملي او د اړوندو ادارو په بودجه کې د دوی برخه معلومه کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG