د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

نېستۍ هراتۍ مېرمن زهرا بډوډې پلورلو ته اړیسته


په هرات کې یوې مېرمنې خپل یو پښتورګی په دوه سوه زره افغانیو پلورلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د انسانانو د بدن د غړیو پلورل او اخیستل غیرې قانوني دي.

۳۰ زهره، درد ګالي، د خپل بدن یو مهم غړی یې پلورلی دی:

"په دې نه وم خبره چې که زه خپل پښتورګی "بډوډې" ورکړم له داسې ستونزو او دردونو سره به مخ شم، ناروغه به شم، دومره دردونه به راته پیدا شي، نه پوهیدم ویل مې خامخا ښه کېږم، بیا ژوند او مرګ هر څه د خدای له پلوه دي."

زهره وايي، که پوروړې نه وای، خپل پښتورګی یې نه پلوره، نوموړي یوسلو اتیازره افغان پوروړې وه.

قاچاقچیانو په ایران کې د زهرا خاوند برمته نیولی و، هغې پیسې پور کړې او خپل خاوند یې د قاچاقچیانو له منګولو وژغوره، خو د خاوند له راتلو وروسته زهره اړ شوه چې د پورونو د خلاصولو لپاره خپل پښتورګی وپلوري:

"خاوند مې ایران ته تللی و، هلته د قاچاق برانو سره برمته و، مجبوره وم چې د خپلو اولادونو د لګښت او د خپل خاوند د ازادۍ لپاره له هغو کسانو پور وکړم چې پیژندل مې."

عبدالسلام د زاهرا خاوند دی، هغه وايي زهرا له ناچارۍ خپل پښتورګی پلورلی دی.

هغه زیاته کړه:

"مېرمن مې راته وویل چې ته زموږ د کور سړی یې او که پښتورګی دې له لاسه ورکړې سبا بېکاره کېږې، کور کې کېني او د ماشومانو لګښت برابرول به پر ما وي، راته یې وویل، بیا به اړه یم چې یا ګدايي وکړم او یا شرکتونو ته ورشم چیرې چې کار هم نه پیدا کېږي، په همدې خاطر مې ښځه رانه مخکې شوه، خپل پښتورګی یې وپلوره او زه یې پرېنښودم."

د زهرا کیڼ پښتورګی د دوه سوه زره افغانیو په بدل کې ایستل شوی، له زهره وپوښتل شول چې پښتورګی یې په کوم روغتون کې بل ناورغ ته پیوند شو، هغې وویل:

هرات ښار کې، د لقمان حکیم روغتون
هرات ښار کې، د لقمان حکیم روغتون

"په همدې د هرات ښار کې، د لقمان حکیم په روغتون کې ایراني ډاکترانو راته جراحي عملیات وکړل."

د هرات د ګذرې ولسوالۍ دا اوسیدونکې وايي، د لقمان حکیم روغتون له دې سره د پښتورګي د اخیستونکي په موندلو کې مرسته کړې.

ډاکتر فرید احمد اعجاز د لقمان حکیم د روغتون مسول او جراحي متخصص دی.

نوموړی په دې روغتون کې د پښتورګو اخیستل او خرڅول نه مني.

کله چې له نوموړي څخه په هرات کې د ازادي راډیو خبریال شاپور صابر وپوښتل چې د اقتصادي ستونزو له کبله د ځینو خلکو له خوا د پښتورګو د پلورلو په اړه څومره معلومات لري؟ نوموړي وویل:

"تر اوسه موږ ته په دې اړه چا مراجعه نه ده کړې، یو کم شمېر خلک هم که راغلي وو موږ هغوی ته بېرته ځواب ورکړی او ورته مو ویلي چې دا موږ پورې اړه نه لري، دا چې څوک څه ستونزې لري؟ څوک پښتورګی پلوري، څوک اقتصادي ستونزې لري؟ دا مسلې اصلا زموږ په روغتون او طبي ټیم پورې کومه اړه نه لري، موږ د دوی پر کار کار نه لرو، کله چې یو ناروغ د پیوند د عملیاتو لپاره کاندیدیږي، یعنې په وروستي پړاو کې چې ثابته شي پښتورګي یې په بشپړه توګه له کاره غورځیدلی، کله چې د کورنۍ یو غړی یا بل څوک دې قربانۍ ته چمتو شي چې خپل یو پښتورګی ورکړي، د مشورتي ټیم په مشوره موږ پریکړه کوو او دواړو کسانو توافق ترلاسه کوو، تر اوسه چې موږ له څومره کسانو سره مخ شوي یوو ډیر یې د یوبل خپلوان وو او د احساس له کبله یې دا کار کوه. “

ډاکټر اعجاز وايي، د لقمان حکیم په روغتون کې د څو کسانو لپاره د پښتورګي د پیوند عملیات شوي دي.

نوموړي وویل مخکې به هغه افغان ناروغان چې د پښتورګو له داسې ستونزو سره به مخ وو، ګاونډیو هېوادونو ته به تلل او ډېر لګښت به یې پرې کاوه.

د ډاکټر اعجاز په وینا د ناروغانو لپاره د سهولت د رامنځ ته کولو په خاطر، د دې روغتون یو شمېر ډاکټران د عامې روغتیا د وزیر په سلا، د ایران په یو روغتون کې د اوو میاشتو لپاره د انسانانو د بدن د غړیود پیوند په برخه کې وروزل شول چې اوس عملا کار کوي.

هغه زیاته کړه:

"د لقمان حکیم په تخصصي روغتون کې د پیوند لومړني عملیات د ۱۳۹۵ کال د غوایي د میاشتې په درېیمه نېټه ترسره شول، یوې پنځه دېرش کلنې مېرمنې خپل پښتورګی خپلې یوولس کلنې لور ته ورکړل، زموږ طبي ټیم وتوانېده دا ماشومه له حتمي مرګ څخه وژغوري، د پیوند پروسه هم بریالۍ وه او پلورلو او اخیستلو مسله هم په کې مطرح نه وه، د جوزا په ۱۳ مه او څوارلسمه نېټه درې څلور کسان نور هم د پښتورګي پیوند ته کاندید وو چې د دوی د معایناتو پروسې یو میاشت وخت ونیوه او بالاخره ناروغان د پښتورګو پیوند ته چمتو شول، ډېرو یې د خپلو خپلوانو څخه پښتورګي تر لاسه کړي نن سبا کې رخصتېږي او کورنو ته ځي."

د لقمان حکیم روغتون یو بل مسول ډاکټر حبیب الله حبیبي ازادي رادیو ته ویلي، هغه کسان چې غوښتل یې خپل پښتورګي ورکړي هغو ناروغانو ته چې پښتورګو یې کار پریښي ورپېژندلي دي:

حبیبي زیاته کړه:

"تقریباً تر اوسه د لسو او شلو تر منځ ناروغانو موږ ته مراجعه کړې، یعنې هغه کسان چې غواړي خپل پښتورګي ورکړي د دوی کم شمېر مو له ناروغانو سره معرفي کړي."

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د انسان د بدن د غړیو اخیستل او خرڅول غیرې قانوني ګڼي، د دې وزارت د معالجوي برخې مسول ډاکټر قمرالدین صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

"د بدن د غړیو پلورل او اخیستل له هیڅ پلوه قانوني جواز نه لري، د بدن د غړیو د پیوند په برخه کې تر اوسه هیڅ ادارې ته اجازه نه ده ورکړل شوې، هغه قانون چې د بدن د غړیو پیوند روښانوي تر بحث لاندې دی، د عامې روغتیا وزارت یوې کمېټې په دې برخه کې کار کړی او د عدلیې وزارت سره یې په ګډه لا هم کار دوام لري، تر اوسه موږ په دې برخه کې یو تصویب شوی قانون نه لرو."

د عامې روغتیا وزارت د انسانانو د بدن د غړیو د پلورلو او اخیستلو مخنیوي خپل مسولیت ګني.

که چېرې دا وزارت اجازه ورنه کړي چې د زهرا په څېر بې وزله او فقیرې ښځې خپل پښتورګي وپلوري ښايي هغوی یې وروسته له منفي او پښیمانونکو عواقبو سره مخ نه شي.

زهرا ښايي غوښتل چې نور کوچنیان هم ولري، خو د جراحي عملیاتو پر مهال ورته ډاکترانو ویلي چې د یو پښتورګي له لاسه ورکولو وروسته نور ماشومان نه شي راوړلی.

XS
SM
MD
LG