د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

له افغان ماشومانو څخه د ملاتړ نوې ستراتيژي عملي کېږي


سیف د چلدرن یا له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیواله موسسه په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ په هدف خپله نوې ستراتېژي پلې کوي.

په داسې حال کې چې لا هم شا او خوا درې میلیونه ماشومان د بې وزلۍ له ګواښ سره مخ دي له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیواله موسسه وايي چې د دغه ماشومانو د ژوند د ښه والي په هدف به یوه درې کلنه پالیسي پلې کړي.

د سیف د چلدرن یا له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوالې موسسې سرپرست وحید احمدزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه ستراتېژي به په کابل، بلخ او کندهار کې پلې کېږي چې په دې سره به د ماشومانو په ژوند کې یو څه ښه والی راشي.

ښاغلي احمدزي دغه شان وویل، د دغې ستراتېژۍ تر پلې کولو پرته د ورستي ماشوم تر نامه لاندې به د بې وزله ماشومانو نه د ملاتړ په هدف یو کمپاین هم وشي.

هغه زیاته کړه:

"له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیواله موسسه له دغه فرصت نه په ګټې اخیستنې د خپلو مرستو د دوام ژمنه کوي او د ستراتېژیک پلان په پلي کولو سره له افغان ماشومانو سره مرسته او له هغوی ملاتړ کوي او دغه موسسه افغان ماشومانو سره د همکارۍ، ژغورنې او له هغوی څخه د ملاتړ او په هدف خپلو پروګرامونه او خدمتونو ته دوام ورکوي."

ښاغلي احمدزي دغه شان وویل چې له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیواله اداره له ۳۵ کلونو را په دېخوا ماشومانو ته د دوی د حقونو د ورکړې د ملاتړ په برخه کې د افغانستان په یولسو ولایتونو کې فعالیت لري.

د دغې موسسې د مسولانو په وینا دوی توانېدلي چې له ۳،۴ ملیونو افغان ماشومانو څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په بېلابېلو برخو کې ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې له ماشومانو څخه د ملاتړ د نړیوالې موسسې سفیر فرهاد دریا په دغه غونډه کې له خلکو وغوښتل چې له ماشومانو ملاتړ وکړي او درانه کارونه پې ونه کړي.

دغه شان یو شمېر کابل مېشتو بې وزلږ ماشومانو له ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې له ګواښ سره مخ ماشومانو نه خپل ملاتړ اعلان کړي.

له ماشومانو څخه د ملاتړ د نړیوالې موسسې سفیر فرهاد دریا له خلکو وغوښتل چې له ماشومانو ملاتړ وکړي او درانه کارونه پې ونه کړي.
له ماشومانو څخه د ملاتړ د نړیوالې موسسې سفیر فرهاد دریا له خلکو وغوښتل چې له ماشومانو ملاتړ وکړي او درانه کارونه پې ونه کړي.

له دغې ډلې یو تن ماشومام منصور داسې وویل:

"لازمه ده چې افغان دولت او نړیوال بنسټونه په جګړه ځپلو هېوادونو کې او هغه هېوادنه چې له ټولنیزو ستونزو سره مخ دي د ماشومانو مسالې ته په خپلو پروګرامونو کې ځای ورکړي، ماشومانو ته لومړیتوب ورکول باید په هر څه او هر ځای کې په یو عملي چوکاټ کې د رېښتیني شعار په توګه عملي شي."

له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوالې موسسې مسوولان وايي چې په افغانستان کې ډېری ماشومان بې وزله دي او په کمو پیسو درانه کارونه کوي.

د یادې موسسې د معلوماتو له مخې ډېری دغه ماشومان سم کاري چاپیرال نه لري او هغه کسان کوم چې دوی ورسره کار کوي د هغوی له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت واصل نور مهمند معین وايي، له دې سره – سره چې ګڼ شمېر ملي او نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د بې وزله ماشومانو د ملاتړ په برخه کې کار کوي خو لا هم درې میلیونه افغان ماشومان له خطرونو سره مخ دي.

واصل نور مهمند
واصل نور مهمند

هغه زیاته کړه:
"له هغو شپږ ملیونو له خطر سره مخ ماشومانو له ډلې چې د اړوندو دولتي ادارو،ملي او نړیوالو بنسټونو له خوا د دوی د ملاتړ په برخه کې کار شوی لا هم درې میلیونه ماشومان له خطر سره مخ دي، په تېرو څوارلسو کلونو کې موږ وکولای شول یوازې له درې میلیونه ماشومانو نه ملاتړ وکړو."

ښاغلی مهمند دغه شان وویل چې دغه وزارت د کار په قانونو کې یوه ماده زیاته کړې او هغه دا چې کوم کسان ماشومان په درنو کارونو ګماري د قانون له مخې به سزا ورکړل شي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم هم په افغانستان کې د بې وزله ماشومانو وضیعت د اندېښنې وړ ګڼي وايي چې د ماشومانو څخه د ملاتړ د نړیوالې موسسې د پالیسۍ د پلې کولو په برخه کې باید هر اړخیزه همکاري وشي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG