د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، د هغه د حکومت پر ضد وروستۍ ناکامه کودتا په "بهر کې برابره او پلان" شوې وه.
اردغان پرون سې شنبې په انقره کې د وینا پر مهال، پر غرب تور پورې کړ چې "د ترورېزم او کودتا" ملاتړ کوي.
د ترکیې ولسمشر وویل، په دې هېواد کې د تېرې میاشتې د ناکامې کودتا متن په بهر کې لیکل شوی و خو د هیڅ یوه ځانګړي هېواد نوم یې نه دی اخېستی.
اردغان پر غرب هم د ترورېزم او کودتاوو د ملاتړ تور پورې کړی خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
رجب طیب اردغان وویل:
"ایا غرب د ترورېزم ملاتړ کوي که نه؟ ایا غرب د ډیموکراسۍ پلوي کوي که د کودتاوو او ترورېزم؟ متاسفانه، غرب د ترورېزم ملاتړ کوي او د کودتاوو شاته دریږي. "
انقرې په دې هېواد کې د وروستۍ کودتا د پلان او ترسره کولو پړه په امریکا کې پر میشت مذهبي شخصیت فتح الله ګولن اچولې او له امریکا یې غوښتنه کړې چې ګولن ترکیې ته مسترد کړي.
فتح الله ګولن له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې په امریکا کې میشت دی او په ترکیه کې له ناکامې کودتا سره خپل تړاو یې رد کړی دی.ګولن په ترکیه کې ناکامه کودتا غندلې ده.
واشنګټن د فتح الله ګولن د ستنولو په اړه د ترکیې غوښتنه رد کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي چې ګولن به یوازې په دې شرط مسترد کړي چې ترکیه کره اسناد وړاندې کړي او په محکمه کې د ګولن له لوري"غلط" فعالیت ثابت کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون یو وار بیا په امریکا کې د فتح الله ګولن موجودیت ته په اشاره، له واشنګټن سره د خپل هېواد د سټراتیژیکې ملګرتیا پر حقیقت شک څرګند کړ.
رجب طیب اردغان زیاته کړه:
"دا څه ډول ستراتيژیک شراکت دی؟ هغوی پر خپله خاوره داسې چاته پناه ورکړې چې زموږ د ملي امنیت په تړاو په لانجه کې لاس لري او ما د خپل هېواد په استازیتوب د هغه د مستردېدوغوښتنه کړې ده. بله مسئله دا ده چې د هغوی ډېری مهمې مالي سرچینې په امریکا کې دي. هغوی له کومه ځایه دومره مرستې ترلاسه کوي؟ ایا فتح الله ګولن له خیریه ښوونځیو په کال کې ۲۰۰ یا ۳۰۰ میلیونه ډالر ګټي؟"
په ترکیه کې د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته لږ تر لږه ۶۰ زره کسان چې قاضیان، د پوهنتون استادان، پوځیان او نور ملکي مامورین په کې شامل دي، ونیول او له دندو لېرې شول. له ډېرو کسانو د کودتا په ارتباط څېړنې هم شوي دي.
غربي هېوادونو د اردغان پر حکومت انتقاد کړی چې پر دې هېواد د خپلې واکمنۍ ټینګولو او د هر ډول مخالفت د ځپلو هڅې کوي.
د ترکیې د فوټبال فدراسیون پرون سې شنبې لږ تر لږه ۹۴ رفریان یا څارونکي له فتح الله ګولن سره د ارتباط په تور له دندو لېرې کړل او د دې هېواد پوځ په انقره کې د"ګاتا" په نوم د معتبر پوځي روغتون د ۹۸ ډاکټرانو د نیولو فرمان صادر کړ.