د افغانستان د سولې عالي شورا، د سولې په اړه د یوې پنځه کلنې ستراتیژۍ طرحه نهایې کړې او په اساس به یې په راتلونکي میلادي میاشت کې سولې ته د طالبانو د رابللو لومړنی کنفرانس جوړ شي.
د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د سولې په اړه د یادې ناستې کره نېټه او ځای په ډاګه نه کړه، خو ټينګار یې وکړ چې په دغه ناسته کې ټولو وسله والو طالبانو ته بلنه ورکول کېږي.
وروسته له هغه چې د سولې په اړه څلور اړخیزو ناستو نتیجه ورنه کړه د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د یوې ناستې په جوړولو سره هڅه کوي چې طالبان سولې ته را وبولي.
د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان سولې لپاره یوه پنځه کلنه ستراتیژې جوړه شوې او په دې ستراتیژۍ کې سولې ته د طالبانو رابلل شامل دي.
ښاغلي اوچقون سره له دې چې دسولې د دغې ناستې د دقیقې نېټې او ځای په اړه جزیات ورنه کړل خو نوموړي د دغې ناستې جوړېدو هدف د سولې پروسې بریالیتوب لپاره د ملي اجماع رامنځ ته کېدل یاد کړل.
هغه زیاته کړه:
"سپټمبر میاشت کې د دغې ناستې پرانېسته کېږي، د ملي اجماع راوړل او سولې ته د طالبانو رابلل د دغه ملي کنفرانس مهم هدف جوړوي."
د سولې د خبرو اترو د پیل څرنګوالی، په هېواد کې د نا امنیو او تاوتریخوالي د عواملو موندل، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د مناسبو لارو موندل، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ اعتماد جوړول او د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه د دغې ستراتیژۍ مهم لومړیتوبونه دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د سولې د دغې پنځه کلنې ستراتیژۍ په اړه د مدني ټولنو، ښځو، سیاسي ګوندونو او خلکو نظرونه اخیستل شوي دي.
تردې وړاندې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو له لوري پنځه څلور اړخیزې ناستې په کابل او اسلام اباد کې شوې دي خو د پام وړ نتیجه یې نه درلوده.
هغه مهال د سولې خبرو ته د طالبانو د نه حاضرېدو له وجې د افغانستان حکومت پاکستان تورن کړ چې دوه ګونی سیایت مخې ته وړي او له دخیلو هېوادونو وغوښتل څو پر طالب وسله والو پوځي فشارونه ډېر کړي.
اوس چې د سولې عالي شورا وایي، د سولې د خبرو بیا پيل لپاره فرصتونه برابر شوي خو د طالبانو یو شمېر پخواني چارواکي وایي چې د سولې لپاره د طرحو جوړول یوازې د وخت ضایع کول دي.
پخواني طالب چارواکي سیداکبر اغا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"په چل او فریب باندې وخت تېرولو سره به افغانستان ته سوله رانشي، زه وایم دوی باید داسې استراتیژې غوره کړي چې طالبان مستقیماً د خبرو میز ته راشي او له هغې وړاندې یو میکانیزم جوړ شي چې د خلکو نظرونه هم پکي شامل وي زه بیا فکر نه کوم چې طالبان به داسې ناستې سره مخالفات وکړي."
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تردې وړاندې د سولې عالي شورا ویاند مولوی شهزاده شاهد ویلي چې دغې شورا د ۲۴۰۰ پروژو پیسې حیف او میل کړي او د دغې شورا یوشمېر مهم غړي د ځينو سفارتونو له لوري پیسې اخلي.
له بلې خوا افغان کار پوه احمد سعیدي وایي، هر کله چې د سولې عالي شورا او حکومت باندې انتقادونه زیات شي د سولې لپاره د طرحو په جوړولو پیل کوي چې په وینا یې له مالي زیان پرته کومه نتیجه نه لري.
راپور: ناجیه ساپۍ