د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

پاکستان بیا هم د افغان سولې د غونډې کوربه دی


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره په اسلام اباد کې د پنځمې څلور اړخیزې غونډې د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي پاکستان بیا هم د افغانستان د سولې د غونډې کوربه دی.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې هم راغلي تمه کیږي چې د غونډې ګډونوال هېوادونو په پاکستان فشار راوړي، ترڅو پنځمه څلور اړخیزه غونډه نتیجه ورکړي.

د لیکوال په بارو د سولې خبرو ته د وسله والو طالبانو په حاضرولو کې د پاکستان رول ډېر مهم او ګټور دی او د پاکستان له صادقانه همکارۍ پرته دا غونډه مثبته نتیجه نه شي ورکولی.

ویسا:

ویسا ورځپانې په اسلام باد کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په حواله لیکلي د اسلام باد په نننۍ غونډه دپخوانیو ژمنو پر عملي کېدو خبرې کیږي.

وړاندې په مطلب کې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه په قوله راغلي ترڅو چې پاکستان د افغان سولې په تړاو خپلې ژمنې نه وي عملي کړې، په دا ډول غونډو کې ګډون به یوازې دوخت ضایع کول وي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپانې د مشرانو جرګې خبرې راخیستې چې ویلي دي د سولې په بهیر کې دې روسیه او ملګري ملتونه هم شامل شي.

د همدې ورځپاڼې د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار له قوله لیکي د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاست ټول پوهیږي، نوځکه د سولې په خبرو کې د ضمانت له اخیستو پرته پردغه هېواد باور په کار نه دی.

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي افغان حکومت باید په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې روښانه او څرګند دریځ ولري، د امریکا فشارونه باید افغان حکومت اړنه کړي چې د پاکستان په ژمنو بیا باور وکړي.

لیکوال سپارښتنه کوي حکومت دې په دې تړاو معلومات له خپل ولس او نړیوالو سره شریک کړي، د لیکوال په باور له دې پرته افغانان بیا پرپخوانۍ لاره له ستونزو او ناکامیو ډک مزل کوي.

سرخط:

د سرخط په سرمقاله کې یادونه شوې په تېرو څلورو څلور اړخیزو غونډو کې امریکا او چین پړ اوګرم لوری نه دی په ګوته کړی او په دې برخه کې یې بیا هم ځان تېر ایستلی.

لیکوال ټینګار کوي چې په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې د غونډې ګډونوالو ته په کار ده چې پړ لوری معلوم کړي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپانې په سرمقاله کې راغلي په نننۍ غونډه کې باید له پاکستان حساب وغوښتل شي چې ولې له افغانستان، چین، امریکا او نړیوالې ټولنې سره دوه مخی چلند کوي.

د لیکوال په باور له دې پرته دا ډول غونډې هیڅ کوم مفهوم نه لري او ترې تمه هم نه شي کېدای.

انیس:

د انیس په سرمقاله کې ویل شوي ترهغه چې پاکستان په خپلو کړیو ژمنو عمل ونه کړي د لیکوال په اند څلور اړخیزې ناستې به نتیجه ورکړي.

XS
SM
MD
LG